
روهي (درې نۍ/۲۷ د لېندۍ)، په سويلي ولايت کندهار کې د پښتونخوا د نومياليو شاعرانو او ليکولانو (طاهر اپریدي او دروېش دراني) په پار يوه ورځنۍ سيمينار جوړ شوی وو.
دغه سيمنار ته د افغانستان يو شمېر ليکولان او شاعران غوښتل شوي وو چې د طاهر اپریدي او دروېش دراني په کړنو او هڅو يې خبرې وکړې.
په دغه سيمنار کې طاهر اپریدي او دروېش دراني هم ګډون کړی وو او پرېکړه وشوه چې په کندهار ولايت کې به د طاهر اپریدي او دروېش دراني په نوم يو - يو ښوونيز مرکز ونومول شي.
د يادونې ده چې افغان ليکولانو او شاعرانو د طاهر اپریدي پر لېکوالۍ او د دروېش دراني په شاعرۍ مقالې ولوستلې.