فيفا د افغانستان د فوټبال فدراسيون پر مشر (کرام الدين کريم) باندې بندزېونه ولګول

روهي (پنځه نۍ/۲۲ د لېندۍ)، د فوټبال نړيوالې ادارې (فيفا) د افغانستان د فوټبال فدراسيون پر مشر کرام الدين کريم باندې لنډمهاله بندېزونه لګولي دي.

دغه بندېزونه د درېيو مياشتو لپاره دي او په دې موده کې نوموړی نه شي کولی چې د فوټبال په برخه کې کورني او بهرني فعاليتونه تر سره کړي.

فيفا ويلي دي چې په دغه ۹۰ ورځو کې به د افغانستان پر فوټبال فدراسيون د تورونو په اړه پلټنې تر سره شي.

د بندېزونه وروسته له هغې لګيږي، چې څه وخت وړاندې د افغانسان د ښځينه فوټبال لوبډلې يو پخواني غړې، ګارډين ورځپاڼې د الفغانستان د فوټبال فدراسيون دننه د يو شمېر اخلاقي فساد په اړه وويل.