د کفارو پوښتنه او د ډاکټر ذاکر نايک ځواب: ولې مسلمان نارينه څلور وادونه کولی شي خو مسلمانه ښځه نه؟

د کفارو پوښتنه او ډاکټر ذاکر نايک ځواب: ولې مسلمان نارينه څلور وادونه کولی شي خو مسلمانه ښځه نه؟
ژباړه: ډاکټر نېک محمد ويال د روهي وېب پاڼې څښتن
د اسلام د ستر عالم ډاکټر عبدالکريم ذاکر نايک څخه کفارو دا پوښتنه تکرار کړې ده، چې ولې مسلمان نارينه څلور وادونه کولی شي خو مسلمانه ښځه نه؟ ډاکټر عبدالکريم ذاکر نايک د دغه پوښتنې ځواب د سپيڅلي قران کريم په رڼا او د عقلي دليل په ويلو سره ورکړی دی.

ډاکټر عبدالکريم ذاکر نايک ويلي:
په يو او عيني وخت کې له يو څه د زياتو ښځو او نارينو سره وداه کولو ته (POLYGAMY) وايي. POLYGAMY داسې تعريف کيږي "POLYGAMY د واده هغه سېسټم ته وايي چې په يو وخت کې يو نارينه يا ښځه له يو زيات خاوندان او يا ښځې ولري."

قران کريم د ځمکي پر مخ يوازينی کتاب دی چې د يو واده ويلو حکم يې کړی دی. انجيل په شمول بل هېڅ کوم اسماني او د ځمکي کتاب د يو واده په اړه نه دي ويلي. په سپيځلي قران کريم کې الله تعالی فرمايي.

(وَإِنْ خِفْتُمْ أَلَّا تُقْسِطُوا فِى الْيَتٰمٰى فَانكِحُوا مَا طَابَ لَكُم مِّنَ النِّسَآءِ مَثْنٰى وَثُلٰثَ وَرُبٰعَ ۖ فَإِنْ خِفْتُمْ أَلَّا تَعْدِلُوا فَوٰحِدَةً أَوْ مَا مَلَكَتْ أَيْمٰنُكُمْ ۚ ذٰلِكَ أَدْنٰىٓ أَلَّا تَعُولُوا [سُوۡرَةُ النِّسَاء ۳]
كه تاسي وېرېږئ چي له یتیمانو (نجونو) سره به عدالت ونه شئ کړای؛ نو کومي (نوري) ښځي چي ستاسي خوښيږي، د هغو له دوو، درېيو یا څلورو سره نكاح وکړئ، خو كه ستاسي سره دا اندېښنه وي چي له هغو سره به عدالت ونه شئ کړای؛ نو يوه ښځه وکړئ، یا له هغو( مینزو) څخه ازدواجي كار واخلئ چي تاسي ته په لاس درغلي دي یعني چي د هغو مالكان ياست. په دې توګه له بې عدالتۍ څخه په ښه شان ژغورل کېدای شئ.)

له پورته مبارک آيت څخه په څرګنده ښکاري چې لوی رب مسلمانانو ته اجازه ورکړې ده چې نارينه کولی شي، چې تر څلورو وادونه وکړي، خو که انصاف نه شي ساتلی نو بيا يو واده بهتر دی.

د اسلام د سپيڅلي دين له ظهور وړاندې داسې ټولنې وې، چې نارينو يې تر سلو هم وادونه کول. د اسلام په راتګ سره لوی خدای مسلمانانو ته تر څلورو ميرمنو د کولو اجازه ورکوه او دوی يې په يو محدويت کې واچول.

دا يو غلط تعيبر دی چې د اسلام دين مسلمان نارينه ته د څلورو ښځو د اجبار حکم کړی، بلکې اسلام دغه کړنه جايزه ګرځولې ده خو اجبار نه.

عقلي دليلونه:
په نړۍ کې د نارينو په پرتله د ښځو د شمېر نسبت زیات دی. د ښځو د ژوند د خونديتوب لپاره د مسلمان نارینه لپاره تر څلورو ښځې جایزې دي، خو يوې مسلمانې ښځې ته په يو وخت کې يوازې يو خاوند.

که چېرې يو نارينه له څلورو ښځو سره واده وکړي، نو د دوی ژوند ثمره به څلور يا له څلورو زيات ماشومان وي. هره ښځه به د خپل ماشوم مور وي او پلار به د ټولو يو وي. د ښځو ترمنځ به ستونزې نه رامنځ ته کيږي ځکه دوی به خپل - خپل ماشومان ولري. خو که چېرې يوه ښځه دوه يا له دوو زيات ميړونه ولري، نو په يو وخت کې به يوازې يو ماشوم نړۍ ته راځي. د یو ماشوم پر سر به د دوو، درو يا څلورو پلارنو جګړې او انساني نظام به هر وخت له جګړو او شخړو ډک وي.