
د کتاب په ارزښت کې د وخت په تېرېدو سره کوم تغیر نه راځي او نه به داسې نوې تکنالوژي د کتاب ارزښت کم کړي.
کتاب داسې یو نوم دی چې د انسان د لارښونې لپاره پکې هر پند او هنر نغښتی دی.
کوم خوند او مزه چې د کتاب مطالعه لري تر دې به یوه الکتروني مطالعه یي وسیله کې نه وي!
یو عالم وایي: کتاب د مړو ژبه او د ژوندیو اواز (غږ) دی.
کتاب هغه ملګری دی چې د شپې پر مهال مطالعه یې لکه ملمه (Guest) احترام درکوي، یعنې تر څو چې تا ویده نکړي دا نه ویده کیږي.
هغه څه در اوروي چې ته په خوشحالېږې.
هغه زړه چې ته پرې نازیږې او راز دې ساتي، تر هغې دا بهتره راز ساتونکی دی.
د سنګا په نوم یو کتاب پرسته وایي : د دې پر ځای چې څو کتابونه ولولئ ، ښه او بهتره خبره دا ده چې یو ښه کتاب څو ځلې ولولئ!
یعنې کتاب په داسې شکل ولوستل شي تر څو لوستونکی ترې ګټه پورته کړي.
د جیم په نوم یو پوه وایي: تر ټولو بد کار د کتاب نه لوستل دي او په ارزښت یې نه پوهیدل دي.
د کتاب ارزښت که نه وای نو سپیڅلی کتاب (قرآن) به نه وایې.
د دغه مبارک کتاب په لوستلو هم دنیاوي اجر او هم اُخروي اجر شته.
په بل ځای کې بیا د مک لوهان په نوم یو پوه وایي!
د ژوند کیفیت مو دوه شیان ټاکي، لومړی هغه کتابونه چې تاسو یې لولئ دویم هغه خلک دي چې تاسو ورسره ناسته ولاړه کوئ.
نو په دغه خبره کې هم د کتاب ارزښت معلوم دی .
نامتو لیکوال: مرزا فرحت الله بیګ د کتاب سره دومره مينه لرله چې د ډوډۍ د خوړلو په وخت کې به یې په چپ(کیڼ) لاس کتاب نیولی وو او مطالعه به یې کوله او په بل لاس به یې ډوډۍ خوړله.
که چېرته کتاب ارزښت نه لرلای نو اروښاد خالد اسحاق درې نیم میلیونه روپۍ د کتابونو په پېرودلو ولې لګولې؟
د ارواښاد خپل شخصي کتابتون په لکونو کتابونه لرل. د مشفق خواجه په نوم یو بل پوه د خپل کور نهه (۹) خونې په کتابونو نیولې او ډکې کړې یې وې او په یوه خونه کې یې خپل ژوند کا وو.
دا چې د کتاب ارزښت زیات دی او کتاب اړین دوست دی، نو په همدغه وجه نن ما ته د هیواد یو با استداده، د ښه قلم خاوند او د دې.
روانو حالاتو بهترین لیکوال ښاغلي دوکتور فاروق اعظم د خپلو لیکلي کتابونو د جملي (زموږ روشنفکران) په نوم یو کتاب را ډالۍ کړ، تر څو د ځوان نسل د تقویي او هیله نه ماتېدونکي زغر شم.