د چارواکو اختلافات / یو بدیل حکومت ته زمینه!

 
د ملي وحدت حکومت د لوړ پوړو چارواکو پرله‌ پسې استعفاوو او له دندو ګوښه کېدو، ملت ته اندېښنې را ولاړې کړي دي او له بله خوا سیاسیونونو ته یې هم یو لړ پوښتنې پیدا کړي.

له بله پلوه د راتلونکي پارلماني ټاکنو بریالي، ناکامه او نتیجو ته په انتظار د نوماندانو ځينو غړو هم د لوړپوړو چارواکو په پر‌له‌ پسې استعفاوو خپله اندېښنه ښودلې ده او دغه چاره یې د یو ښه مدیریت د خلا د رامنځته کېدو لامل بللی.

په دغه هیواد کې د ملي وحدت حکومت د یو لړ لانجو او ګروېږنو په پایله کې منځته راغلو چې دغه دولت بیا د یو ډول ډلو او څو ډوله ايډیالیزمه خلکو ته په لاس کې ورکړ.

دا چې دوی پخواني اختلافات لرل، نو د حکومت د یو شمېر دریځونو مقابل کې یې په را برسیره کولو لاس پورې کړ ، او د چارواکو تر منځ پرتې ستونزې راوولاړې او بر بنډې شولې.

د ملي وحدت په حکومت کې د روان حالت د ټینګښت او کابو کولو لپاره کومه هیله نه تر سترګو کيږي. او نه نړیوال په دې فکر کي دي چې دغه حکومت دې د نوم په شان (ملي وحدت) باثباته و اوسي.

اوس نو د ملي وحدت حکومت ته خپل منځي اختلافات د بې چاره ولس بمباري کیدل، اختطاف او د ملي اردو تر قربانیو مهم دي.

نو همدغه علت دی چې د هیواد اکثره برخي د طالبانو تر ولکې لاندې دي. که د دولت دغه اخلافات دوام ومومي ، کیدای شي چې د طالبانو ساحې نورې هم پراخه شي او حکومت په یوه محدوده نقطه کې قرار ولري.

له بله خوا ولس هم د ملي وحدت د حکومت څخه نور تر پوزې راغلی. که چیرته د ملي وحدت حکومت خپلو نیمګړتیاوو ته د پای ټکی کې نه ږدي، نو ملت به یې د بدیل حکومت لپاره غور او لاره پیدا کړي.