
زوکړه او کورنی ژوند: محمد هاشم میوند وال د ملا عبدا لحلیم زوی دې چه په ۱۲۹۸ هجری شمسی کال (۱۹۱۹م) کښی د کابل په عاشقان عارفان کښي زیړیدلی دې. پلار یی د مقر د اولسوالی څخه کابل ته کډه شوی اود عاشقان عارفان د مسجد خطیب وه
زده کړی: میوندوال د هغه وخت دا قتصادی ستونزو با وجود لمړي دغازی په لیسه کښی تر ۸ ټولګی پوری درس ووایه او بیا د حبیبی د لیسی څخه فارغ التحصیل شو
دندي: محمد هاشم میوندوال د خارق العاده استعداد څښتن وه چه ډیرو خلکو به دې بی ږیری سید جمال الدین افغان باله شهید میوندوال د ا فغانسان په دولت کښی په مهمو چوکیو کښی وطن ته خدمت کړي.
د فراغت څخه وروسته په ۱۹۴۲ م کال د هرات د اتفاق اسلام د ورځباڼی مدیر وټاکل شوو چه دغه دنده یی ۳ کاله په غاړه وه چه د مطبوعاتو، پوهنی او فرهنګ لپاره یی ستر خدمت وکړ. پدي وخت کښی محمد هاشم میوندوال د پردیس تخلص کاوه.
په ۱۹۴۴ م کال کښی میوند وال د آریانا د دایرةالمعارف د مدیر په توګه وټاکل شو
په ۱۹۴۵ م کال کښی د ا نیس د ور ځپاڼی مسؤل مدیر.
په ۱۹۵۱ م، ۱۹۵۳ م او ۱۹۶۳کلنو کښی دری واری د مطبوعاتو د مستقل ریس په توګه دنده تر سره کړي ددې تر خوا دوه واري په کراچي کښی سفیر وه.
په ۱۹۶۲ م کال په واشنګټن کښی د افغانستان د لوی سفیر په توګه دنده سر ته رسولي. د باندنینو چارو د وزارت معین او د یو څه وخت لپاره د ظاهرشاه مطبوعاتی مشاور هم وه
په ۱۹۶۳ م کال کښی د هغه وخت د پاچا لخوا د افغانستان صدراعظم په حیث وټاکل شوو. دری ورځي وروسته میوندوال خپله کابینه اولسی جرګی ته وړاندی کړه او د اعتماد رایه ئي واخیسته. دا چه د عقرب د دریمی نیټی حادثه پیښه شوی وه، محمد هاشم میوندوال پخپله د اولسی جرګی له یو شمیر وکیلانو سره کابل پوهنتون ته لاړ او د پوهنتون په ادیتوریم کښی د وژل شوو وطنوالو په فاتحی کښی برخه واخیسته او د هغوی روح ته یی دوعا وکړه. د پوهنتون محصلینو ته یی وعده ورکړه چه د دی پیښی عاملینو ته به سزا ورکړي. محصلینو ددی خبری په اوریدو په چکچکو شروع کړه او میوندوال یی په اوږو أچت کړ.
د میوندوال د حکومت دوره د افغانستان د آبادی او ترقی لپاره په سیاسی، اقتصادی، اجتماعی عدالت، ملی حاکمیت او د مترقی د یموکراسی په اصولو ولاړ وه چه د دغه اساسی تهداب د پیاوړی کولو لپاره یی ډیری هلی ځلی وکړی.
محمد هاشم میوندوال په ۱۹۶۷م کال د اکتوبر په میاشت کښی د صدارت د مستعفی کیدو څخه وروسته سیاسی ډګر ته راووت او د مترقی دیموکرات ګوند ئي چه په ۱۹۶۶ م کال جوړ کړیوه په کلکه مبارزه شروع وکړه اود ګوند اخبار د مساوات په نامه یا دیده
محمد هاشم میوندوال د روسا نو لپاره د سترګو اغزې وه نو ځکه د ک، جی، بی د جاسوسانو (پرچمیانو) لخوا چه جنرال عظیمي پکښی لوی لاس درلود، میوندوال په ۱۹۷۳ م کال د دسیمبر په ۲۲مه کښی د کودتا کولو په تور ونیول شو او په غیر له کومی قانونی محکمی بندي شو لږه موده وروسته د دهمزنګ په زندان کښی د یوه تالی څتي پرچمی صمد اظهر لخوا د شکنجی په وخت کښی په لغتو وهلو د ۱۹۷۳ م کال داکتوبر په لمړی ورځ په شهادت ورسید . روح دی ښاد وي.
د افغانستان په تاریخ کښی محمد هاشم میوندوال یواځنی کس دې چه د خپل صدارت په وخت کښی خپله ټوله دارائی د پوهنی وزارت ته ورکړه. ده د خپل ژوند په ورستیو ورځو کښی دا ثابته کړه چه د خپل ملی موقف څخه په هیڅ ډول پر شا نشو او د شهادت تر مرحلی پوری په خپله عقیده او مبارزه ثابت پاتۍ شو لکه چه ویل ئي.
لکه ونه مستقیم په خپل مکان یم * که خزان را باندی راشی که بهار هم
این سر که نشان سرپرستی است * امروز جدا از قید هستی است
با د یدهً عبــرتش بـــــبـــــیـــنـــیــد * این عا قبـــت وطن پرستی است