
ټوپک یې را واخیست، ولاړ شو سر یې وښورا ؤ، بېرت یې کېښود. له پخلنځي یې سور لاستې چاړه راواخیسته راووت. تیاره وه یوازې په آسمان کې ځینې ستوري ښکارېدل، په مځکه درې متر مخکې سترګو سم ځیر نه کړ. وم یې وکړ، تر سترګو یې یوه وحشتناکه څېره راغله، تور مخ او غاښونه یې له خولې را وتلي ؤ. چیغه یې وکړه په پخلنځي ننوت، ور یې په درپ پورې کړ. په همدې انتظار ؤ چې اوس به د وره(دروازې) ټک ټک خېژي. څه شېبه وروسته په ګډو وډو سر شو:
-نه نه، زه باید داسې کار ونه کړم په قتل پسې روان یم. دا به خدای یوه دیدیني رالیدلي وي. څه دیدیني وه!؟ وم مې وکړ ځکه وډار شوم، زه باید دا کار وکړم وژنم یې!
نه نه، دآ ځل به بیا جرګه ور واستوم؛ کاندې و یې مني. نه نه یې مني وژنم یې چې مخه راته خلاصه شي. هېڅ هم نشته وم مې کړی ؤ اوس ورځم، بیا داسې وخت لاس ته نه راځي.
د پخلنځي ور یې پرانیست، ها خوا دې خوا ځير شو، څه نه وو. را ووت زړه یې لړزه پیل کړه، کله به کیناست کله به روان شو. د خان ګل دروازې ته ورسید. سپین کالي وال سړی یې تر سترګو شو، نږدې ؤ چې چیغه وکړي، ځای په ځای کیناست. ښه شېبه ناست ؤ؛ خو سپین کالي سړي هېڅ حرکت ونه کړ. په خاپوړو باندې ورلنډ شو. ښه ورته ځیر شو ویې پېژنده چې له وښو څخه چا ګونۍ ډکه کړې ده. غوږ یې ونیو، کرار یې د دروازې دستکیر تاو کړ، خو خلاصه نه شوه. د کلا دېوال ته ودرېد لاسونه یې تکیه کړ، خطا شو ښکته پرېوت. څه وخت په همغو ډول پروت ؤ. کرار را کیناست یو طرف او بل طرف یې وکتل. بیا په دېوال باندې په ډېر زحمت وخوت. د کلا منځ ته یې شا کړه، لاسونه یې د مایع پوشتې په ډه ډه کې بند کړل ښکته شو. د خپل زړه دربا یې تر غوږ شوه، ورخطا شو! کرار کرار رهي شو، پښه یې د خرې په پړي کې بنده شوه ولوېد. هغې ټوپونه پیل کړل. د مخامخ کوټې ګروپ ورښانه شو. د فاروق په تندي کې له ویرې خولې راماتې شوې، له کوټې نفر راووت د فاروق په خوا را رهي شو. په را لڼډېدو سره فارق غېږ ترې تاو کړه له ځمکې یې ووېشت، څو چاړې ترې ویستې. خان ګل چیغې کړې، لور یې پرې ويښه شوه، را منډې یې کړې، فاروق وتښی او څانګه په ژړا شوه:
- پلاره پاڅه ما چا ته پرېږدې، زه خو له تا پرته بل څوک نه لرم، په دې دنیا مې سترګې تاته نیولې وې. اې خدایه پلار مې چا ته بد رسولي ؤ په کومه ګناه د په داسې حال کړ....
خان ګل سلګی پیل کړې: څ څه څا څانګ زو...
- خیر پلار پاڅه آخر چاته مې پرېږدې!؟
- څّه څ څانګ.
خوله او سترګې یې خلاصې پاتې شوې. څانګې په څانګې په چیغو چیغو ژړا کې ویل:
- پلاره ولې د تنها پرېښودم؟ چا ته ورشم له چاسره پناه واخلم؟ ته یې مړ کړې، ما به هم په زور له ځان سره بوزي په ما به څوک ننګ کوي، ما په څوک ترې ساتي. ژوند مې تباه شو. اې خدایه ولې د په داسې حال کړم څه ګناه مې کړې وه....
سهار د کلي خلکو د څانګې ژړا واروېد، د دروازې مخې ته یې راغلل، دروازه یې ټک ټک کړه، مګر چا غږ ونه کړ یوازې د څانګې ژړا وه. له څه شېبې وروسته ورننوتل، و یې لیدل چې خان ګل په وینو کې لت پت پروت دی او لور یې له سر سره ناسته ده ژاړي.... یو نفر پولیسو ته زنګ وکړ همدا کیسه یې ورته وکړه چې دلته چا قتل کړی دی، نور خلکو چې څو خان ګل ته غسل ور کوو پولیس را ورسېدل. د خان ګل زخمونه یې وکتل وروسته یې څانګې ته مخ ورواړو. د څانګې سترګې سرې شوې وې، ټیکری هم ترې لويدلی ؤ. پولس يې په سر باندې لاس کش کړ، زیاته یې کړه:
- زویه مه ژاړه، صبر وکئ!
- څنګې نه ژاړم، څنګې صبر وکړم؟
د پولس سترګې له اوښکو ډکې شوې په ژړوغوندي اواز یې ترې وپوښتل:
- هغه کس تاته معلوم دی چې ستا پلار یې مړ کړ؟
- هو د میرګل زوی وا.
پولس لاړل، خانګل یې خاور ته وسپارو. د غرمې مهال د فاروق لاس تر شا تړلي ؤ د موټر په سېټ کې پروت ؤ. څه شېبه وروسته د څارنوال د کوټې د وره ټک ټک شو.
- مهرباني!
- صاحب مجرم مو راویست.
- د تحقیق خونې ته یې بوځئ!
- سمه ده
یوه ورځ تېره شوې له فارق څخه یې تحقیق ونه کړ په بل سهار څارنوال هغې خونې ته ورغی چې مجرم پکې ؤ. ورته یې وویل:
- ځوانه ولې د داسې کار وکړ؟
- ما دا کار نه د کړی باور وکړئ تور یې را باندې لګولی.
- ستا په څېر مې ډېر غږولي، ته څه یې؟ دا به ښه وي چې ټول حال ووایې کنې
په مخابره کې غږ شو: صاحب صاحب اروئ؟
- اروم.
- یو نفر راغلی.
- نوڅه؟
- تا غواړي!
فاروق ته یې مخ ور واړو، ویې ویل:
- دا به ښه وي چې حال ووایې کنې ماته یې بیا د ویلو ډېر آسانه چل راځي!
څارنوال خپلې شېبې ته ننوت، میرګل غېږه ورته پرانیسته، له جوړ پخیر وروسته، څارنوال په خپله چوکۍ کیناست، میرګل ته یې چای روا وغوښت. ډېر ګپ یې په خپل منځ کې وکړ. وروسته میرګل وویل:
- څارنوال صېب مرستې ته راغلی یم؟
- مدیر میرګل صېب تاسې امر وکړئ، د څه شې مرسته غواړې؟
- زوی مې.
- پوه نه شوم؟
- هغه د مجرم په نوم کس چې تاسې نیولی زما زوی دی.
- ستا زوی دی ناځوانه ولې د مخکې غږ نه کړ!
میرګل له جیب څخه یو بنډل سرې افغانۍ را و یستې، د څارنوال په میز باندې یې کېښودې. څارنوال هاخوا دې خوا وکتل پیسې یې جیب ته کړې. میرګل او فاروق د کور په لوري روان شول.
څو ورځې وروسته څانګې په خوب کې د درد احساس وکړ، سر یې را پورته کړ؛ خو نفر یې پزې ته څه ونیول بې هوشه شوه. په غېږه کې یې خپل کور ته یوړه. سهار لس بجې وې چې د څانګې سترګې و غړېدې، د کوټې په چت کې یې د پکې څرخکې پیل وې، ورخطا شوه په کوټه کې یې یو خوا بل خوا وکتل پوه شوه چې بل ځای دی. چیغه یې کړه، فاروق ور پرانیست په خوله یې لاس ورکېښود، ډېره هڅه یې وکړه چې ځان ترې خلاص کړي، خو پاتې راغله. څو ورځې وروسته یې د تېښتې هڅه وکړه ونیول شوه، دا ځل یې ښه ووهه.
څانګې په ژړا ژړا کې ویل: ظالمانو ولې مې نه پرېږدئ؟ څه رانه غواړئ؟
څو ځله یې بیا هم د تیښتې کوښښ وکړ؛ خو ونیول شوه، آخر فاروق په یوه کوټه کې بندي کړه. بله ورځ میرګل له جومات څخه ملا را ویست؛ ترڅو د فاروق او څانګې نکاح وتړي. څه شېبه وروسته یې نکاح وتړه. د فاروق مور ډوډۍ برابره کړه هغې کوټې ته لاړه چې څانګه پکې بندي وه. پرې غږ یې کړ: څانګې ؤ څانګې!
څانګې هېڅ غږ نه کړ، د فاروق مور ور پرانیست، څانګې ځان په بړستن کې پټ کړی ؤ. بړستن یې ترې لرې کړه، د څانګې سترګې په چت کې خښې وې، ژبه یې له خولې تلې وه. خپل ټیکری یې تر ستوني تاو ؤ.
پای