کرام الدین کریم: په فوټبال فدراسيون کې هېڅ اخلاقي فساد شتون نه لري

روهي (دوه نۍ/۱۲ د لېندۍ)، د هېواد د فوټبال فدراسيون مشر کرام الدین کریم وايي چې په دغه فدراسيون کې هېڅ ډول اخلاقي فساد شتون نه لري او شوې ادعاوې بې بنسټه دي.

کرام الدین کریم له طلوع نيوز سره په خبرو کې ويلي دي چې په يادې ادارې کې کوم اخلاقي فساد شتون نه لري او ټول خلک کولی شي چې زما له دفتر څخه لېدنه وکړي.

نوموړي ويلي دي چې د فدراسيون يو شمېر نورې خونې د امنيتي ستونزو پر بنسټ قفل شوې دي.

کرام الدین کریم دغه سپناوی وروسته له هغې کړی دی چې برتيانوی ګارډن ورځپاڼې د فوټبال فدراسيون دننه يو شمېر اخلاقي فساد څخه پرده پورته کړه.