د هند د بالېوډ مشهورې لوبغاړې (پریانکا چوپړا) له يو سندغاړي سره واده وکړ

روهي (د هندوستان هندو مذهبه مشهورې لوبغاړې (پریانکا چوپړا) د (نېک جوناس) په نوم د امريکايي سندغاړي سره واده وکړ.

د واده لپاره ځانګړي مراسم نېول شوي وو او په کم شمېر کسان ورته دعوت شوي وو. پریانکا چوپړا پر خپل ټوېټر د وداه پخلی کړی دی.

د پریانکا چوپړا او نېک جوناس د عمر ترمنځ ۱۰ کاله توپير دی. پریانکا چوپړا ۳۶ کلنه او خاوند يې (نېک جوناس) ۲۶ کالونه عمر لري.

دغه دوه هنرمندان به د خپلې وداه عمومي مراسم راتلونکې اونۍ په نوي ډلي کې تر سره کړي.