لويې  څارنوالي د افغانستان د فوټبال فدراسيون دننه اخلاقي فساد پلټي

روهي (نۍس/۱۰ د لېندۍ)، د هېواد لويه څارنوالي د افغانستان د فوټبال فدراسيون دننه د اخلاقي فساد او جنسي ځورونو تورونه پلټي.

د لويې څارنوالۍ وياند جمشید رسولي رسنيو ته ويلي دي چې دوی په همدې پار يوه کمېټه ټاکلې ده او د فدراسيون دننه د فساد خبرې او تورونه به په ژور وڅېړي.

د خالده پوپل په نوم د افغانستان د فوټبال د ښځېنه ټيم يوه پخوانۍ غړې وايي چې ښځينه لوبغاړې ډېری وخت هغه وخت تر جنسي ځورونو لاندې راتللې چې بهر هېوادونو ته به يې سفرونه درلودل.

د افغانستان د فوټبال فدراسيون دننه د جنسي ځورونو خبرې وورسته له هغې رسنيزې شوې چې ګارډين ورځپاڼې په دې اړه يو مقاله نشر کړه.