روهي (نۍ/۱۰ د لېندۍ)، ګارډين لوېدېځې ورځپاڼې ليکلي دي چې د افغانستان د فوټبال فدراسيون دننه فزيکي جنسي ځورونې شتون لري.
دغه ورځپاڼې ليکلي دي چې د افغانستان د فوټبال فدراسيون د مشر کرام الدين کريم په شمول د دغه فدراسيون نور لوړپوړي کسان په جنسي ځورونو تورن شوي دي.
ګارډين د افغانستان د فوټبال د ښځينه لوبغاړو د ادعاوو په اساس ليکلي دي چې د دغه فدراسيون دننه د دوه ګوني چلند ترڅنګ اخلاقي فساد او جنسي ځورنې شتون لري.
د فوټبال ښځينه ټيم غړو ويلي دي چې دغه اخلاقي فساد او جنسي ځورونې د روان کال د فيبروي له مياشتې وروسته پيل شوې دي.
په ورته وخت کې د فوټبال نړيوال فدراسيون يا فيفا ويلي دي چې په افغانستان کې د دغه موضوع په اړه جدي پلټنې کوي.
وروستي