
سولې لپاره د افغان حکومت د مذاکراتو دریځ د طالبانو له هغه سره په بشپړ ډول مخالف دی
سرچینه: لانګ وار جرنال
ژباړه: الهام نیازی
افغان ولسمشر له طالبانو سره د حکومت د سولې شرطونه کېښودل او له کومې حیرانتیا پرته دغه شرطونه په بشپړ ډول د طالبانو له هغو سره مخالف او په ټکر کې دي. غني د افغانانو په مشرۍ د مذاکراتو غوښتنه وکړه، چې د هغه څه خلاف ده، چې نن سبا روان دي. د افغانستان په اړه د جینوا په کنفرانس کې د سولې خبرو اترو لپاره غني د خپل حکومت طرحه اعلان کړه.
د طلوع نیوز له معلوماتو سره سم غني وویل "موږ د سولې د یوه داسې تړون په لټه کې یو، د کوم له لارې چې افغان طالبان په یوه ولسواکه او ټول شموله ټولنه کې د راتلونکو شرطونو تر منلو وروسته، شامل کیدای شي":
- د ټولو اتباعو په ځانګړي ډول د میرمنو د اساسي قانون اړوند حقونه او مکلیفیتونه یقیني کول.
- د اساسي قانون منل، یا د اساسي قانون د احکامو سره سم د تعدیلاتو راوستل.
- له قانون سره سم د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو او ملکي خدمتونو کړنې.
- له نړیوالو تروریستي شبکو یا جنایي سازمانو یا دولتي/نا دولتي فعالینو سره اړیکې درلودونکې وسله والې ډلې چې په افغانستان کې د نفوذ په لټه کې وي، اجازه نه لري چې له سیاسي پروسې سره یو ځای شي.
د سولې لپاره د افغان حکومت شرطونه د طالبانو له هغو سره په بشپړ ډول مخالف دي. طالبانو په ولسواکۍ کې ګډون چې د دوي په انګیرنه غیر اسلامي دي، رد کړ. د طالبانو پر رسمي انټرنیټ پاڼه د خپرې شوې اعلامیې سره سم، ولسواکي پر "افغان ولس" "تحمیل شوې" چې "د افغانانو لپاره یې یوازې بدمرغي او کړاو رامنځ ته کړي."
"یو اسلامي سیستم" چې د طالبانو د حکومتولۍ د سیستم په مانا دی، او د دوي په وینا "د سولې تضمینوونکی دی، چې د هر مسلمان وقار او حقونه ساتي او آن د غیر مسلمانو په ګټه دی."
د طالبانو په آند د افغانستان اسلامي امارت د حکومتولۍ یوازینۍ مشروع بڼه ده، لکه څرنګه چې د دغې ډلې له خوا په مکرر ډول په تیره یوه نیمه لسیزه کې په ډاګه شوې. د روانې میاشتې په لومړیو کې د سولې د خبرو اترو په اړه د مسکو کنفرانس په پرانستونکې رسمي بیانیې کې، طالبانو د افغانستان د اسلامي امارت په څیر خپل ځان ۶۱ ځلې یاد کړی. دا کوم تصادف نه و؛ د طالبانو په نظر د افغانستان اسلامي امارت د افغان وګړو ریښتونی استازی دی.
طالبانو د افغان اساسي قانون منل رد کړل، کوم چې د دوي په آند غیر اسلامي او د لویدیځ یوه آله ده، چې د افغان وګړو د سرکوب کولو لپاره کارول شوې. د مسکو په کنفرانس کې طالبانو دغه موضوع جدي ونیوله او زیاته یې کړه چې افغان اساسي قانون "له لودیځ څخه کاپي شوی او د ښکیلاک تر سیورې لاندې د افغانستان پر مسلمانه ټولنه تحمیل شوی."
د اعلامیې سره سم "د افغانستان اسلامي امارت دا اړینه ګڼي، چې اساسي قانون باید د اسلامي شریعت، ملي ګټو، تاریخي لاسته راوړنو او ټولنیز عدالت د اصولو پر بنسټ وي"
که څه هم طالبانو د افغان امنیتي ځواکونو او "ملکي خدمتونو" په اړه خپل دریځ نه دی څرګند کړی، خو د دې زیات احتمال نه تر سترګو کیږي، چې دغه ډله دې داسې کومې هوکړې ته ورسیږي چې له مخې یې خپل د پام وړ ځواک افغان حکومت ته ولیږدوي. طالبانو خپل هوډ څرګند کړی، چې له افغان حکومت کوم چې د دوي په آند "غیر اسلامي"، "نامشروع"، او د لودیځ "ګوډاګی" او "لاسپوڅی" دی، سره به "واک شریک" نه کړي.
په پای کې، طالبانو له القاعده او نورو سیمه ییزو او نړیوالو تروریستي ډلو سره، چې دوي ورسره اړیکې لري او د دوي تر ولکې لاندې سیمو کې د فعالیت اجازه لري، اړیکې درلودل نه دي رد کړي. که څه هم طالبان په ښکاره دا ردوي او وایي چې د نورو هیوادونو په وړاندې به د خپلې خاورې کارولو ته اجازه ور نه کړي، خو له بل پلوه د القاعده، پاکستان تحریک طالبان، د ترکستان اسلامي ډلې، د ازبکستان اسلامي غورځنګ او نورو ډلو لپاره خوندي ځالې برابروي. طالبان په افغانستان کې یوازې د اسلامي دولت ډلې سره جګړه کوي، ځکه چې دغه ډله د هغوي تفوق او حیثیت ننګوي. په افغانستان کې د امریکا نظامي ځواکونه په منظم ډول د القاعده پر مرکزونو بریدونه کوي او د هغوي قوماندانان په نښه کوي.
په تیر کې هم طالبانو له القاعده ډلې سره د اړیکو پرې کول رد کړي او پر ځای یې د دغې ډلې هرکلی کړی. دواړه اسامه بن لادن او ایمن الظواهري د طالبانو د پخوانیو امیرانو قسم خوړلي/نږدې ملګري وو. له ملا منصور سره د ظواهري بیعت د طالبانو له خوا په ښکاره ومنل شو او د جهاد غږ په انټرنیټ پاڼه خپور شو.
له القاعده ډلې سره د طالبانو پټې اړیکې وخت نا وخت افشا کیږي. د ۲۰۱۶ په ډسمبر کې طالبانو د "له مجاهدینو سره د ملت پیوستون" تر عنوان یوه ویډیو خپره کړه، چې د طالبانو-القاعده دوامداره اړیکې په ډاګه کوي. د ویډیو په یوه برخه کې چې د افغان جهاد د شهیدانو په اړه ده د القاعده بنسټګر اسامه بن لادن او د طالبانو بنسټګر ملا عمر څنګ په څنګ ښودل شوي. دغه راز په ویډیو کې په جزیرة العرب کې د القاعده مشر او د دغې ډلې عمومي مدیر ناصر الوحیشي هم ښودل شوی.
د سولې د خبرو اترو لپاره د افغان حکومت پلان له موجوده واقعیتونو سره توافق نه کوي، د طلوع نیوز له وینا سره سم، غني د سولې د مذاکراتو لپاره "یو پنځه پړاویزه تګلار" ټاکلې ده. د ښاغلي غني په وینا، لومړی به افغان دولت په مستقیم ډول له طالبانو ("یو بین الافغاني ډیالوګ")، "بیا له پاکستان او د امریکا له متحده ایالاتو، بیا د سیمه ییزو فعالینو په مشارکت، د اسلامي نړۍ او په پایه کې د ناټو او غیر ناټو هیوادونو سره خبرې اترې ترسره کړي."
خو ددې پر ځاي، هر څهپه بشپړ ډول معکوس پر مخ روان دي، چې د جینوا او مسکو کنفرانسونه او دغه راز په دوحه، قطر کې د طالبانو له استازو سره د امریکا د متحده ایالاتو مستقیمې ناستې د معکوس شوې پروسې غوره بیلګې دي. طالبانو له افغان حکومت سره نیغ په نیغه د سولې خبرې اترې رد کړې او حکومت یې یو ځل بیا د لویدیځ لاسپوڅي ګڼلی او پر ځای یې له امریکا سره په مستقیم ډول پر مذاکراتو ټینګار کړی، چې د دوي په آند اصلي قدرت/صلاحیت لرونکې ده، دوي همدارنګه له هیواد څخه د امریکایي ځواکو پر ایستلو ټینګار کوي، چې یوازې د دغې چارې د ترسره کیدو په صورت کې "سوله" شونې ده.
په هرې بیې له طالبانو سره د سولې توافق لپاره د امریکا او نړیوالې ټولنې بیړې د افغان حکومت مشروعیت له پوښتنو سره مخ کړی او د حکومت د سولې د خبرو اترو موقف یې کمزوری کړی، له دې انګیرنې سره چې ښایي طالبان به یو وخت له حکومت سره د سولې خبرو اترو ته حاضر شي. دغو شرایطو ته په کتو، د دې معلومولو ستونزمن دي چې افغان حکومت به څرنګه وکولی شي چې د کوم څه چې د سولې پروسې په نامه یادیږدي، د یوې خوا په څیر پاتې شي.