په اور کې له اوږده عذاب څکلو وروسته چې موده يې له مونږ پټه ده، جهنميان به د څلورو ارﺯوګانو غوښتنه کوي، دا کومې ارﺯوګانې دي؟!
په ليکنه کې يې ولولئ
(لومړى: ارﺯو) :-
جهنميان به جهنم د اور څخه د وتلو غوښتنه کوي،له الله تعالى څخه به غواړي چې له اور څخه يې اوباسي:-
(رَبَّنَا أَخْرِجْنَا مِنْهَا فَإِنْ عُدْنَا فَإِنَّا ظَالِمُونَ) [سُوۡرَةُ المؤمنون : 107]
اې پروردګاره! اوس موږ له دې ځايه وباسه، كه موږ بیا کفر وکړ، نو ظالمان به يوو."
الله تعالى به ځواب ورکړى :
( قَالَ اخْسَئُوا فِيهَا وَلَا تُكَلِّمُونِ)...
[سُوۡرَةُ المؤمنون : 108]
الله تعالى به ووايي"زما له مخي لیري شئ، په همغه کښي پراته اوسئ او زما سره خبري مه كوئ.
ددې غوښتنې او ارﺯو کولو وروسته به دوى د الله تعالى له رحمت څخه نا اميده شي.
کله چې وپوهيږي چې د دوى لپاره له اور څخه وتل نشته.!!!
نو د دويمى ارﺯو غوښتنه به وکړي.!!
(دويمه: ارﺯو) :
دوى به اور ساتونکى مالک (خاﺯن)ته غږ وکړي :-
(وَنَادَوْا يَا مَالِكُ لِيَقْضِ عَلَيْنَا رَبُّكَ).[سُوۡرَةُ الزّخرُف : 77]
هغوى به غږ وکړي: "اې مالکه (خازنه)! كه ستا رب زموږ كار پاى ته ورسوي، نو ښه دی.
د اور ساتونکى (مالك ) څخه به غوښتنه کوي چې د الله تعالى په وړاندې يې سپارش وکړى ترڅو يې کار پاى ته ورسوى او دوى مړه شي..!!! عذاب څخه دخلاصى په موخه به دوي د مرګ ارﺯو کوي...
مالك به ځواب ورکړي:
(قَالَ إِنَّكُم مَّاكِثُونَ)
"تاسي به همداسي اوسېږئ."
لدې وروسته به له دريمى غوښتنه سره اور ساتونکو (ملائکو)ته مخه کړي،له هغوى به وغواړي...
(درييمه: ارزو):
دا ډيره ناشنا ارﺯو ده، له اوريدلو سره يې په بدن لړﺯه راځى،
ايا دا کومه ارﺯو ده، ويې لولئ:-.!!؟
(وَقَالَ الَّذِينَ فِي النَّار لِخَزَنَةِ جَهَنَّم اُدْعُوَا رَبّكُمْ يُخَفِّف عَنَّا يَوْمًا مِنْ الْعَذَاب ).[سُوۡرَةُ المؤمن/غَافر : 49]
بيا به په دوږخ کښي دغه لوېدلي كسان، د دوږخ د چارو څارونکو ته ووايي: "خپل رب ته دُعا وکړئ چي زموږ په عذاب كي فقط د يوې ورځي تخفيف راولي.
دوى به ارﺯو لري چې فقط يوه ورځ له عذاب څخه په راحت کې شي..
ملائکې به ورته په ځواب کې ووايي :-(قَالُوٓا أَوَلَمْ تَكُ تَأْتِيكُمْ رُسُلُكُم بِالْبَيِّنٰتِ ۖ قَالُوا بَلٰى ۚ قَالُوا فَادْعُوا ۗ وَمَا دُعٰٓؤُا الْكٰفِرِينَ إِلَّا فِى ضَلٰلٍ).[سُوۡرَةُ المؤمن/غَافر : 50]
هغوى به پوښتنه وکړي: "ايا تاسي ته ستاسي پېغمبران له څرګندو دليلونو سره نه ول درغلي؟"
- هغوى به ووايي: "هو!" - د دوږخ د چارو څارونکي به ووايي: "نو تاسي پخپله دُعا وکړئ، او د كافرانو دُعا بې ګټي ده."
لدې وروسته به د جنتيانو څخه د څلورمى ارﺯو غوښتنه کوي..!!
( څلورمه: ارزو) :-...
دا ډيره وړه غوښتنه ده!!
(وَنَادَىٰ أَصْحَابُ النَّارِ أَصْحَابَ الْجَنَّةِ أَنْ أَفِيضُوا عَلَيْنَا مِنَ الْمَاءِ) ...
او دوږخيان به جنتيانو ته اواز وکړي چي: لږ غوندي اوبه پر موږ باندي راتوى کړئ.
ايادوى به يواځى اوبو د څکلو تمنا لري..!!
او که د بل څه هم...!؟؟
(أَوْ مِمَّا رَزَقَكُمُ اللَّهُ).
یا له هغې روزۍ څخه چي الله تاسي ته درکړېده، يو څه راوغورځوئ.
هغوى به ځواب ورکړي :-.....
( إِنَّ اللَّهَ حَرَّمَهُمَا عَلَى الْكَافِرِينَ).(50)
"الله دا دواړه شيان د حق پر هغو منكرانو حرام کړيدي.
ايا دا ولې....!!؟
دوى په دنيا کې کوم عملونه کول...!!؟
الله تعالي فرمايي:(الَّذِينَ اتَّخَذُوا دِينَهُمْ لَهْوًا وَلَعِبًا )
چي هغوي خپل دين لوبه او ساعت تېرى ګرځولى ؤ.
همدا شان.....
(وَغَرَّتْهُمُ الْحَيَاةُ الدُّنْيَا) .
او د دنيا ژوند هغوى غولولي ول.
نو لدې وروسته يې سزا څه ده...
(فَالْيَوْمَ نَنسَاهُم)...ْ
نن به موږ هم هغوى په هماغه شان هېر کړو.
دا ځکه چې...؟؟؟
(كَمَا نَسُوا لِقَاءَ يَوْمِهِمْ هَٰذَا وَمَا كَانُوا بِآيَاتِنَا يَجْحَدُونَ).[سُوۡرَةُ الاٴعرَاف : 51]
لكه څنګه چي هغوى ددې ورځي پېوستون هېر کړی ؤ. او زموږ له ايتونو څخه یې انكار کاوه ".
ربه!! ته مو پخپل رحم د جهنم له اور څخه وساتى... امين.
وروستي