انځوريزې نښې

(انځوريزې نښې) دا دې وتلي نازک خیاله شاعر، لیکوال او دخوست ولایتي شورا وکیل ښاغلي نورشاه نوراني نثري ټولګه ده، چې دامهال تازه له چاپه راوتلې ده. دغه ټولګه چې د رنګه په پښتۍ په درلودلو سره په سپين کاغذ کې په ښکلي سکښت سره دسریزو له پاڼو پرته په ۶۷ اووشپیتو مخونو کې د ۱۵۰۰ ټوکو په شمیرچاپ شوې، پکې۷ عنوانه لنډې کیسې او ۷ عنوانه ادبي ټوټې راغلي دي.

دغه نثري ټولګه چې د ګل خپرندویه ټولنې له لوري خپره شوې. دخوست ښاراو دهیواد بېلا بېلو ولایتونو په کتاب پلورنځیو کې يې مینه وال ترلاسه کولای شي.

د ښاغلي نوراني د نثر په برخه کې لومړنی چاپیز ګام دی، چې د ادب په ډګرکې يې اوچت کړ.

تردې وړاندې يې یوه شعري ټولګه هم چاپ شوې او درې نور ناچاپ شوي اثارهم لري.

دګل خپرندویه ټولنې اداره