
د سوله په موخه د ولسمشرېزو ټاکنو ځنډ کومه نوې لوبه ده او که د سولې راتګ رېښتنې هڅه؟
ډاکټر نېک محمد ويال د روهي وېب پاڼې څښتن
له تېرې يوې مياشتې راهيسې د افغانستان د ولسمشرېزو ټاکنو د ځند په اړه خبرونه خپريږي. دغه خبرې وروسته له هغې رسنيزې شوې چې لوېدېځې رسنۍ وال سټريټ ژورنال ورځپاڼې د امريکايي چارواکو له خولې وليکل، چې د ټرمپ اداره د افغانستان د راتلونکو ولسمشرېزو پر ځنډ غور کوي.
دغه خبر د افغانستان دننه ګڼ غبرګونونه راپورته کړل. طالبانو په خپل پخواني دريځ ټېنګار وکړ چې مونږ يوازې په هغه صورت کې سوله کو چې بهرني ځواکونه له افغانستان څخه ووځي. د هېواد يو شمېر سياسي ګوندونو دغه پرېکړه وستايله، د ولسمشرېزو ټاکنو د ځنډ، لنډمهاله حکومت د جوړولو او د سولې خبرو پر وړاندې تګ غوښتنه يې وکړه. افغان ولسمشر محمد اشرف غني او اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله بيا د ټاکنو له ځنډ سره مخالفت وښوود. افغان حکومت وويل چې د ولسمشرېزو ټاکنوځنډ په هېڅ صورت د منلو وړ نه دی او د ملي يووالي حکومت به يوازې د ټاکنو له لارې بدلون مومي.
يو څه وخت وروسته د امريکا حکومت هم وويل چې د افغانستان راتلونکې ولسمشرېزې ټاکنې د افغان حکومت او ولس کورنۍ موضوع ده او امريکا په دې برخه کې د افغانانو ملاتړ کوي او په دې برخه کې ورسره همکار دي.
اوس ډيری سياسي ګوندونه دا هڅه کوي چې د سولې په نوم ولسمشرېزې ټاکنې وځنډوي، لنډمهاله حکومت ته لار هواره کړي او له دې لارې په يو ډول په واک کې ځانونه دننه کړي.
اوس پوښتنه دا ده چې که چېرې په رېښتنې مانا د سولې لپاره او په ټاکنو کې د طالبانو د ګډون په موخه ولسمشرېزې ټاکنې ځنډيږي نو دا تر ټولو غوره چاره دا او بايد لومړيتوب ورکړل شي، خو که چېرې سياسي ګوندونه او يا بهرنيان په دې نوم له افغانانو سره کومه نوې لوبه تر سره کوي، نو يو ځل به بيا افغانانو ته غميزه راوړي.
د روهي خبرې کوي يا Rohi Talks په دې اونيزه خپرونه کوي په دې خبرې کوو چې:
۱- ولې ولسمشرېزې ټاکنې ځنډيږي، د سولې رېښتنې اراده شتون لري او کومه بله لوبه ده؟
۲- د ټاکنو ځنډ کولی شي چې سوله شونې کړي؟
۳- په موجوده وضعيت او حکومت کې ټاکنې او سوله دواړه څومره شونې دي؟
تاسو د روهي وېب پاڼې ګران لېدونکي او لوستونکي هم کولی شئ، چې سر له اوس په کمېنټ کې راته خپل ليدلوري، نظرونه او شننې ولېکئ او يا هم سبا (نۍ/د لړم مياشتې لسمه مه نېټه د ماسخوتن له ۷:۳۰ څخه تر ۸:۰۰ بجو پورې) په ژوندۍ بڼه راسره برخه واخلئ.