
په داسې حال کې چې له يوې خوا د برښنا پر نا مسولو وسله والو جهاد پيل کړی او څو څو ځلي يې په بېلابېلو ولايتونو کې د برښنا پايې په نړولو سره جنت ته د تلو خوبونه ليدلي او له دې لارې باج اخلي؛ له بلې خوا ځينې ښکرور دولتي او نادولتي چارواکي هم شته چې نومونه يې په ټرکونو کې نه ځايېږي اما د برښنا بيل پرې کولو ته يې ملاګانې ماتې دي.
تېره ورځ د برښنا شرکت د یو خبري کنفرانس له لارې رسنيو ته وويل چې غواړي د برښنا د پوروړو نومونه افشا کړي خو په وينا يې چې د اجرايه رياست په غوښتنه يې دغه ليست له افشا کولو ساتلی دی. د برښنا شرکت مسولين وايې د پوروړو ليست برابر دی خو اجرايه رياست ترې غوښتې چې لومړی بايد دغه ليست له دوی (له حکومت) سره شریک او بيا له رسنيو سره شريک شي.
دا چې اجرايه رياست ولې د برښنا د پوروړو د ليست د نشر مخنيوی کوي؛ ممکن د دې په خاطر وي چې د پوروړو په منځ کې په خپله د اجرايه رياست نوم، يا يې د مرستيالانو نومونه او يا هم د نورو حکومتي چارواکو نومونه موجود نه وي او که نشر شي نو سياسي موقف ته به يې ضربه ورسيږي. ځکه څه موده وړاندې چې د برښنا شرکت د خپلو پوروړو نومونه د رسنيو له لارې افشار کړي و په هغه کې د يو شمېر دولتي چارواکو او وزارتونو نومونه او حتی د ځینو وژل شو چارواکو د مړو قبرونه هم موجود و چې په لکونو افغانۍ قرضدار دي.
څنګه له ښکرورو پورونه اخيستل کيدای شي؟
که څه د برښنا له پوروړو څخه د پور اخيستلو لپاره د برښنا شرکت بېلابېلې لارې په کار واچولې خو بريالي نه شول چې ترې پورونه واخلي. ان تر دې چې د روان ميلادي کال د فبروري په مياشت کې د ولسمشر اشرف غني په حکم د برښنا له مقروضينو څخه د قرض اخيستلو کمېټه هم جوړه شوه چې په کې د لویې څارنوالۍ، حج او اوقاف وزارت، مالیې وزارت، کورنیو چارو وزارت، د ملي امنیت د لوی ریاست، د سیمه ییزو اورګانونو د خپلواکې ادارې او له اداري فساد سره د مبارزې د ادارې استازي شامل و او مشري یې د افغانستان برښنا شرکت په غاړه وه خو بيا هم بريالي نه شول چې له پوروړو خپل پورونه ترلاسه کړي.
ځينې لارې چارې شته چې که افغان حکومت يې په جدیت په نظر کې ونيسي نو په وسيله يې له ښکرورو پوروړو هم پورونه اخيستل کيدلی شي.
که دغه پورته سپارښتنې د ملي يووالي حکومت چارواکي په جديت او قاطعيت سره په نظر کې ونيسي او عملي کړي نو باوري یو چې اتيا سلنه پوروړي به خپل پورونه د يوې مياشتې په دننه موده کې خپل پورونه پرې کړي.