شفيق ستانکزى له لوبغاړو کمېشن اخلي
لېکوال: نويد تمحر
د افغانستان کرکټ بورډ اجراييه رييس شفيق ستانکزى له ډېر وخت راهيسې له لوبغاړو کمېشن اخلي او ډېر هغه لوبغاړي چې استعدادونه يې درلودل، ده يې ملي لوبډلې ته نه دي پرېښي، ځکه چې شفيق ستانکزي سره به دا ويره وه چې کېداى شي بيا ده ته کمېشن ورنکړي.
د کرکټ بورډ يوې ډېرې نږدې سرچينې راته وويل، چې شفيق ستانکزى د نسيم دانش او عاطف مشعل سره هم يو وخت په دې کمېشن وران شوى و، خو بيا وروسته سره بېرته جوړ شول، اوس که څه هم نوى چيرمېن عزيزالله فضلي د شفيق ستانکزي نږدې ملګرى دى، خو بيا هم شفيق ستانکزى ځينو ستونزو کې راګېر شوى دى.
شفيق ستانکزي نه يواځې دا چې د کمېشن ټولې پېسې ځان ته اخيستې، بلکې په دې کې ورسره نوروز منګل او شېر آغا همکار هم شامل ول.
په کرکټ بورډ کې دننه د يوه کارکوونکي په وينا، شفيق ستانکزى اوس مهال ذهني ناروغه شوى دى او هېڅ په ځان نه پوهېږي. هغه وايي چې که چېرته په شفيق ستانکزي پسې پلټنه وشي او کيسې پسې راوسپړل شي، نو ځاى به يې زندان وي. ځکه چې په کرکټ بورډ کې تر ټولو زيات فساد شفيق ستانکزي کړى دى.
که مو په ياد شي، کله چې عاطف مشعل د کرکټ بورد چيرمېن شو، نو په لومړي سر کې د دواړو لويه لانجه منځ ته راغلې وه، خو دواړو هوښيارتيا دا وکړه چې کيسه يې بهر وتو ته پرې نه ښوده او اخر سره په خپل منځ کې سلا شول او خپلې خپلې برخې يې سره وويشلې.
د افغانستان کرکټ بورډ يوه داسې اداره ده چې د ټولو هېوادوالو سترګې دي ورته، په داسې حال کې بيا له کلونو راهيسې شفيق ستانکزى د اجراييه رييس په څوکۍ ناست دى او ټول په دې خبر دي چې په فساد کې تر مرۍ پورې ډوب دى، خو بيا هم دولت وخت نا وخت د کرکټ بورډ چيرمېن بدلوي او اجراييه رييس په خپل ځاى پاتې وي.
که مو ياد شي، تېرو ورځو کې په کابل کرکټ لوبغالي کې د ورزشي خبريالانو کرکټ لوبه روانه وه، چې بيا شفيق ستانکزى لوبغالي ته ورغى، ويکټې يې ورته په لغته ووهلې او ورزشي خبريالان يې په زوره له لوبغالي وويستل، همدا راز يې ښه بې عزته کړه او کنځاوې يې هم ورکړې، خو هېڅ ورزشي خبريال د شفيق ستانکزي پر ضد څه ونه ويل او نه يې دا پوښتنه وکړه، چې دوى ته خو کرکټ بورډ اجازه ورکړې وه، نو بيا شفيق ستانکزي ولې دومره بې عزته کړل؟
په اصل کې دا هغه ټول کسان و، چې په کرکټ بورډ کې غوړې زيړې خوړلې وې، ډېرى وخت يې د شفيق ستانکزي ډالۍ په جېبونو کې راوړې وې، نو له دومره بې عزتۍ وروسته هم هېڅ غږ چا پورته نه کړ.
له ولسمشر مو غوښتنه همدا ده، چې بايد نور شفيق ستانکزى له کرکټ بورډ ليرې کړي او يوه کمېټي دې وټاکي، تر څو د شفيق ستانکزي د فساد کيسې رابرسېره کړي.
وروستي