
دا وړاندیز چې پروفیسور عبد الستار سیرت د افغانستان د راتلونکي احتمالي مؤقت حکومت د مشرتوب لپاره یو وړ پیژندل شخصیت دی، ډیرو کورنیو او بهرنیو رسنیو لپاره د خبر او نظر وسیله جوړه شوې ده.
په خپرو شو نظرونو کې چې د عامه افکارو ښکارندوی کوي، زیاترو خلکو ځکه د دې وړاندیز ملاتړ کړی دی چې نوموړی ته پر خپل خدای (ج)، وطن او خپله اسلامي او ملي عقیده د داسې یو باورمند سیاستوال په سترګو ګوري چې د یو طرفه پرې معامله نه کوي او له بله پلوه دې پر اضدادو ویشل شوی او پاشل شوی ټولنې لپاره خپل منځي پیوند جوړیدای شي. تر ټولو مهمه دا ده چې خلک غواړي نوموړی مؤقتي حکومت باید داسې یو انتقالي عدالت ته لاره هواره کړي چې د هغه د تآمین په صورت کې حاکمیت په ملت پورې وتړل شي، تر څو په انصاف متکي سولې ته زمینه برابره شوي وي.
د ښاغلي استاد سیرت او مؤقت حکومت مسئلې هم د خلکو سره په هیواد کې د سولې لپاره نوې هیلې را پیدا کړي او هم يې ځينې پوښتنې را پورته کړي دي.
ښاغلي ډاکټر صاحب سیرت او مونږ د کلونو کلونو راهیسې په هیواد کې د سولې او ثبات په خاطر د سولې د یوې پراخې جبهې د جوړیدو لپاره هلې ځلې کوو. د امریکې د متحده ایالاتو په کانګرس کې د ۲۰۱۳ کال د سپټمبر د میاشتې د (۲۰) نیټې افغاني غونډه او په ۲۰۱۴ کال کې د مؤقت حکومت اړوند ګډ فعالیتونه يې ژوندۍ بیلګې دي.
مونږ د سولې او مؤقت حکومت له هلو ځلو څخه خبر یو. د ملي او نړیوال وضعیت د بدلون پر بنسټ د نن ورځې د مؤقت حکومت جوړښت او دندې د ۲۰۱۴ کال د حالاتو سره توپیر لري. شرایط داسې لور ته روان دي چې سوله ورو ورو د افغانانو په اوږو بار کړي. له همدې امله مؤقت حکومت او امنیت د خلکو یووالي، د یو والي لپاره خپلو منل شوو اصولو، ورورۍ، د یو بل منلو، یو بل ته د تیریدلو او پر یو بل باور کولو ته اړتیا لري. د هیواد د اوسنۍ وضعې د سمې ارزونې له مخې د افغانستان د اسلامي هویت، ملي مستقل موجودیت او سلامتیا د تثبیت او بشپړتیا لپاره سراسري سوله او ثبات د بل هر څه په پرتله ډیر حیاتي ارزښت لري.
له همدې امله مونږ ټول په همدې موخه، په ځانګړې توګه ښاغلی استاد عبدالستار سیرت د سولې د رامنځته کولو په هر عملي کار او بهیر کې د خپل ولس سره اوږه په اوږه حرکت کوو.
پر خپل مهربان خدای مو توکل او تکیه کړې ده او د خپل ملت د یووالي په سیوري کې په هیواد کې پتمنه سوله غواړو.
یادونه:
د کابل ښار د آورانوس تالار کې پر خپلو خلکو او دیني علماو باندې تر سره شوی ترهګریز برید پر انسانیت، اسلامی او افغانیت یو برید ګڼو او غندو يې. د ستر څښتن تعالی څخه شهیدانو ته جنتونه او ټپیانو ته بشپړه روغتیا غواړو.