
د سهار د لمانځه له اداکولو وروسته له کور څخه بهر شو، دپټیو په لور روان شو د شنو پټیو له لیدلو یې خوند اخیسته د پټیو په پولو یې ورو ورو قدم واهه، له ځان سره یې وویل: ډېره ښه هوا ده، ډاکټران وایي: سهار له لمر خاته څخه مخکې د شنو منظرو او پټیو لیدل د انسان روح خوشالوي او اندېښنې یې له منځه وړي، شېبه وروسته لمر را وخوت او خپلې زرینې وړانګې یې په سیمه باندې خپرې کړې، ده خپل لاسي ساعت ته وکتل، ګوري چې شپږ نیمې بجې دي، د کور په لوري روان شو، چې ناڅاپه یې په ګرځنده ټیلیفون زنګ راغی خپل ټیلفون یې له جیبه راوویست او د هلو په ژبه یې ځواب ورکړ، له هغې خوا ورته وویل شول: لالا چای تیار دی نه راځې؟ ده د سمه ده په ژبه د خپل ورور پوښتنه ځواب کړه، ټیلیفون بند شو, کورته ورسېده، کله چې کورته ننوت, کوچنۍ خوریې ورته وویل: لالا چای مې تیار دم کړی دی، چای دې ژر وڅښه ناوخته ده, دندې ته به هم ځې, ده د هو په ژبه سر وخوځاوه او وې ویل: نن لږ را باندې ناوخته شوه, چای یې بېړه وڅښه, جامې یې بدلې کړې، هیندارې ته ودرېده، په خپلو تورو وېښتانو یې ږمنځ را تیره کړه، له دې وروسته یې خپل لاسي بکس واخیست او دندې ته د تګ په تکل له کوره بهر شو، سړک ته چې ورسېده، یو سراچه ډول موټر ته یې لاس ورکړ، موټر چلوونکي هم خپل موټر ودراوه او له ده څخه یې د تګلوري پوښتنه وکړه, چېرته ځې؟ د ده دفتر او د موټر چلوونکی تګ لوری یو و، نو موټر ته وخوت، دندې ته ورسېده ، له دندې څخه چې کله بېرته را رخصت شو, نو د ورور غوښتنه یې ور په یاد شوه، چې ورته ویلي یې ول: لالا کله چې مازدیګر بېرته کورته راتلې نو ماته به د ښوونځي جامې راوړې، ځکه چې استاد مې نن راته وویل: که چېرې سبا دې د ښوونځي جامې نه وې را اغوستې، نو ټولګي ته د ننوتلو اجازه نه درکوم.
دی هم په بېړه بازار ته لاړه او خپل ورور ته یې د ښوونځي جامې واخیستې او د کور په لور روان شو ، کورته لا نه و رسېدلی, چې د یوې زورورې چاودنې غږ یې تر غوږو شو, له ځان سره وویل: الله (ج) دې خیر کړي چاودنه خو ډېره زوروره ده, له چاودنې شېبه وروسته په ګرځنده ټیلیفون یې بیا زنګ راغی،ده په بېړه ټیلیفون له جیب څخه را وویست او هلو یې کړه، له هغې خوا یې خور ورته وویل: لالا ژر راشه ژر، په همدې سره ټیلیفوني اړیکه پرې شوه. کله چې کورته را ورسېده ګوري، چې ورور یې په کټ کې پروت او یو سپین سان پرې غوږېدلی دی، ده چیغې کړې په ورور مې څه شوي دي؟
مور یې په ژړغوني غږ ورته وویل: ورور دې له خپلو ملګرو سره کورس ته روان وو، کله چې کورس ته ورسېدل، نو د کورس په مخکې یو ځانمرګی برید ترسره شو, چې د اتل په ګډون د کورس ډېرو زده کوونکو په دې پېښه کې خپل خواږه ژوندونه له لاسه ورکړل او هيلې يې نيمګړې پاتې شوې.