د هېواد (اشي هارا کراټې) لوبغاړو په نړيوالو لوبو کې نهه مډالونه تر لاسه کړل

روهي (يوه نۍ/۲۰ د لړم)، د قزاقستان په اکتاو ښار کې د (اشي هارا کراټې) په سياليو کې افغان لوبډلې وکولی شول، چې نهه مډالونه تر لاسه کړي.

افغان لوبغاړو وکولی شول چې له دې سیالیو درې د سرو زرو، یو د نقرې او پنځه د برنزو مډالونه ګټلي دي.

د طلوع نيوز د خبر پر بنسټ د (اشي هارا کراټې) فیاض اندېش د منفي ۴۵ کیلو، علي‌رضا احسان‌زاده په منفي ۵۵کیلو او سید ناصر هاشمي په ۶۵ کیلو وزن کې د سرو زرو میډالونه وګټل او فرید اقا دور اندېش په منفي ۸۰ کیلو وزن کې د نقرې میډال خپل کړ.

د يادونې ده چې دغه لوبې د قزاقستان په اکتاو ښار کې پيل شوې وې چې افغان له لوبغاړو د نړۍ د ۳۰ لوبغاړو له منځ څخه څلورم مقام خپل کړ.