دود (لنډه کيسه)

ادم خان له مساپرۍ کور ته راغی. په کلي کې مېلې او تماشې جوړې وې او دا ډنډوره خوره وه، چې سبا نه بل سبا د خالي پر ورځ د ادم خان واده دی. واده ته یې يوازې دوې ورځې پاتې وې، چې ادم خان له مساپرۍ ستړی ستومانه کور ته راورسېدو. ادم خان د کلي هلک و او د نورو همځولو ودونو ته تللی و او له هغوی سره یې ناسته پاسته کړې وه. که څه هم په کوچنيوالي کې مساپرۍ پر ملا ټوغ کړی و؛ خو بيا هم ادم خان د کلي ساده هلک و او د کلي په ټولو دودونو یې سر خلاص او ورته وفاداره و. د خالي ورځ شوه. د کلي ملک دوې لوېشتې شمله له پګړۍ پورته کړې وه، له ډېرې خوښۍ یې د تندي ګونځې جوړېدې ورانېدې او د جنج په سر کې د ادم خان له پلار سره روان و. د ادم خان ناوې یې له بر کلي کور ته راوړه. ملک مرۍ تازه کړه او تېره چاړه یې راواخيسته. کليوالو يو څورب غوايي راڅملولی و. ملک لستوڼي بډ وهل او غوايي یې حلال کړو. ټولو کليوالو او مېلمنو ډوډۍ وخوړه؛ خو بېرته پر کټونو کېناستل او د تلو یې هېڅ اراده ونه کړه او دا نوي ځوانان خو بېخي پر کټونو سرېښ و. ټولو پس-پسی جوړ کړی و او يوه بل ته به یې په غوږ کې وويل: هلکه! ماښام ته نکاح تړله کېږي. په دې خبرې به یې داړې چينګې کړې او زړه خلاصه به یې وخندل.

ماښام شو. دېره له کليوالو او مېلمنو ډکه وه. د کلي ملا صاحب چې د خيراته د غوايي ځيګر یې په نس کړی (خوړلی) و، تيار ناست و. ادم خان له ملګرو سره دېرې ته راننوتو. نوې جامې یې اغوستې وې او د دواړو سرو چارسدوالو کېړېو له څوکو یې د پښو د غټو ګوتو سرونه باندې راوتلي وو. ملک ورته د لاس په ايشاره هغه کټ په نښه کړو، چې ملا په کې ډډه وهلې وه، تر څو ورشي او هلته کېني. ادم خان د ملا تر څنګه کېناستو. دېره کې پر ناستو کليوالو او مېلمنو یې نظر تېر کړو. د هر ووړ او زوړ سترګې په ادم خان کې ښخې وې. د ده د زړه درزا شېبه په شېبه زياتېده. ملک پر خپلو ګڼو غوړو برېتو ګوتې وهلې او د له خوشالۍ به یې د سر په خوځولو سره شمله ماته راماته شوه او بېرته پر خپل ځای ودرېده. ملک پر ملا غږ وکړو: ملا صياب! مړه دا نکاح وتړه، چې کيسه خلاصه شي. ملا نکاح پیل کړه. ځوانان لک څک ناست وو. په دېره کې چوپه چوپتيا وه. د ملا تېره غږ د دېرې دېوالونو بېرته راستنولو. سپين ږيري د ځوانانو په پرتله ډېر په شوق غوږ وو. ادم خان له نورو همځولو دا زده کړي وو، چې د نجونو په شان هلکان هم زر نکاح نه وايي، یانې دا خبره به زر نه کوي، چې زما قبوله ده ځکه چې دا د کلي دود دی او که څوک زر د نکاح منښته وکړي؛ نو هغه ته ناديده او وږی وايي او کليوال ورپورې خاندي. ادم خان له ځان سره یې هوډ کړی و، چې د نکاح منښته به زر نه کوي او په کلي کې به ځان نه شرموي. پلار او خپلوانو یې هم دا سوالونه کول، چې ادم خان دې زر نکاح ونه وايي او په کلي مالت کې مو ونه شرموي، چې د پلاني زوی يا خپل دومره ناديده او وږی هلک و، چې پر لومړي ځل یې نکاح منښته وکړه او نکاح یې وويله. ملا چې دا خبره وکړه، چې تا ته قبوله ده او تا قبوله کړې؟ ادم خان خپله خوله د موچي پر تار وګنډله او لکه د ګونګي په شان یې له خولې اتلپس راونه وتو. ټولو کليوالو شور جوړ کړو. ویل یې؛ ادم خان هم دومره شو، چې د کلي او د پښتو دود ساتي. ملک د ترخو چايو پیاله پر سر واړوله او په دروند غږ یې ملا ته وويل: ملا صياب! اوس که نر یې، پرې ويې وایه. دې خبرو ساده ادم خان نور هم ټينګ کړو، ان تر دې چې شپه تر نيمايي لاړه؛ خو د ادم خان له خولې دا خبره چې (ما قبوله کړې او ما قبوله ده) ونه وتله. ځينې کليوال او مېلمانه ستړي شول او د خوب پرېشانۍ پرې راغلې؛ نو ادم خان یې ورټلو؛ خو دا کار په رټلو هم ونه شو. له رټلو چې واوښته؛ نو ځينو پرې ګوزارونه پیل کړه او د ادم خان پر وهلو یې شروع وکړه. ادم خان چې ځان د څپليو تر وارونو لاندې وليدو؛ نو دوې پښې یې څلور کړې او له دېرې وتښتېدو. شپه یې د کلي په جومات کې تېره کړه. په سبا ورځ د ملا له اذانه مخکې له کلي غره ته لاړو. بېچاره ناوې یې د واده په جامو کې د ادم خان په تمه ناسته وه؛ خو ادم خان ترې د کلي او د پښتو دود ورک کړی و. دويمه ورځ هم تېره شوه او پر درېيمه ورځ ادم خان کور ته راغی. مېلې، چمبې، نغارې، ګډاوې، اتڼې، سندرې هېڅ هم نه وو. پلار یې ملا بيا راوغوښتو. له ملا سره ملک هم راغی. ملک ادم خان پر ملا وډبولو، ورته یې وویل: افرين! ډېره تکړه یې. د نيکونو دود دې وساتلو. نکاح د واده پر درېيمه ورځ وتړل شوه. ادم خان فکر خراب او د خولې خوند یې بد و. کور ته چې ننوت؛ نو ګوري، چې ناوې یې خيرنې جامې اغوستي او د انګړ په جارو کولو لګيا ده. په منډه کوټې ته لاړ او ښه ډېر یې وژړل؛ خو ژړا یې نه د واده لومړۍ شپه راوستله او نه د ناوې د ناويتوب جامې.

ناپوهو کليوالو ادم خان په دې کار ډېر وستایلو؛ خو له دې ناخبره و، چې له يوه ځوان او له یوې پېغلې یې د دوی د خوند شېبې واخيستې. د کلي دود ادم خان او د ده ناوې ته بې له خپګانه هېڅ ونه کړل.

پای