داچې دافغانستان کرکټ له ورځې بلې ورځې ته په نړیواله سطحه پرمختګ کوي او دا پرمختګ ورځ تربلې په لوړه کچه په پراخېدو دی.
په پیل کې افغانستان دنړۍ له ټیټو لوبډلو سره په ډیویژنونو کې مسابقات ترسره کول او په دې ډیویژنونو کې افغانستان په ډیرې چټکۍ سره د ټولو داخلي او خارجي مشکلاتو په شتون کې پرمختګ وکړ او هرقدم یې په ډیر قوت او چټکتیا سره اخیست او په هر قدم کې یې الله ج برکت اچاوه او دا دی نن سبا تاسو دافغانستان دکرکټ روان حالت له نیږدې څاری.
افغانستان دفول ممبرشیپ د ترلاسه کولو وروسته ټولې نړیوالې لوبې دیوه غټ ټیم په څیر ترسره کړې او ترڅنګ یې د لیسټ A او څلور ورځنیو لوبو لمړی داخلي پیل ډیر په اعلی درجه د ICC دټولو اصولو او نورمونو په نظر کې نیولو سره ترسره کړ.
ددې ترڅنګ افغانستان یو داخلي لیګ دشپږیزې په نوم درلود ،چې هرځل له تیر هغه یې په ډیر لوړ او معیاري ډول ترسره شوی ،چې دکرکټ نړیوال مبصرین او کتونکي ورته ګوته په غاښ پاتې شوي.
دافغانستان دکرکټ ادارې په همدې کړنو بسنه ونه کړه او هڅې یې پیل کړې ،چې یو نړیوال لیګ له هېواد بهر په عربي اماراتو کې د (APL) په نوم سره ترسره کړي ،چې هغه هم په دومره لوړ کیفیت سره و ،چې له امکان ډیره لیرې خبره وه او ددې لیګ په ترسره کولو سره دافغانستان دکرکټ روان حالت لاپسې ګړندی شو .
ددې لیګونو برکت و،چې اوس زموږ لوبغاړي په ټولو خارجي لیګونو کې په هسکه شمله لوبیږي او داسې وخت هم و ،چې دخارجي لیګونو مالکینو ته به مو زارۍ کولې ،چې زموږ یو لوبغاړی خو درسره ولوبوۍ ، خو دپاک ذات په نصرت دا دی ،چې اوس زموږ له لسو زیات لوبغاړي په T10 په BPL کې ۷ لوبغاړي او په BBL کې درې لوبغاړي همدا اوس اخیستل شوي او ورسره وبه لوبیږي.
له دې وړاندې په IPL ، CPL ، PSL او دانګلینډ په لیګونو کې زموږ لوبغاړي په ښه شان ولوبیدل او دنړۍ په هرکونج کې ،چې لیګ جوړیږي زموږ لوبغاړي په لوړه کټه ګورۍ کې پلورل کیږي ، چې دا زموږ دکرکټ شان په ټوله نړۍ کې ځلانده ساتي.
داچې تبدیلي او نوې ګمارنې دیوې ادارې په هره برخه کې صورت نیسي ،نو داپه دې خاطر ترسره کیږي ،چې په اداره کې نور پرمختګ هم وشي او دنوي کاري ټیم په ګمارنې سره به دپرمختګونو لړۍ لا غښتلې شي .
دا دی اوس چې دکرکټ نوي عمومي رئیس محترم عزیزالله فضلي واک ترلاسه کړی او دافغانستان محبوب ولسمشر محمد اشرف غني پرې باور کړی ،نو ده هم دکرکټ لا غښتلتیا او پرمختګ ته خپله توجه زیاته کړې او تیره ورځ یې په اداره کې یو شمېر تبدیلیانې او نوې ګمارنې ترسره کړې ،چې په دې سره به دکرکټ روان حالت نور هم غني شي.
فضلي صاحب دکرکټ په ټولو اړخونو پوه او اګاه شخص دی ،ځکه چې کلونه کیږي ددې ادارې په مختلفو برخو کې په لوړو پوسټونو وظیفه اجرا کوي هره دنده ،چې ورته سپارل شوې په ډیر ښه شان یې پرمخ وړې ،نو په همدې اساس اوس هم ده ته ډیره طمعه شته ،چې په اداره کې داخلي ستونزې او مشکلات دتل له پاره حل او کرکټ ته په نړیواله کچه ښه حرکت ورکړي.
محترم فضلي یو رښتینی ، صادق او مدبر شخص دی ،چې لا پخوا دې چوکۍ ته نومول شوی و، خو دبعضو ستونزو پراساس ونه توانید ،چې هغه مهال دکرکټ بورډ مشرۍ ته اوږه ورکړي ،خو دخدای په نصرت به دغه ورسپارل شوې وظیفه په ښه مدبرانه او مهارت دافغانستان له پاره یوه الګو وګرځوي.
وروستي