د برېښنايي بانکوالي په نوم کتاب چاپ شو

د «برېښنايي بانکوالي» په نوم کتاب د نوې مستقبل خپرندويې ټولنې له لوري په ۱۷۴ مخونو کې تازه له چاپه راوتی. د کتاب ليکوال محمدحامد اکبري دی، نوموړي اقتصاد لوستی، په بانکي سکتور کې د کار تجربه لري او دا مهال د الکترونيکي تجارت په برخه کې په ايران کې د ماسټرۍ په زده کړو بوخت دی. د دې کتاب ښه ځانګړتيا هم دا ده چې په مسلکي ډول ليکل شوی، جملې يې ساده او روانې دي، موضوعات يې نوي دي زما په اند د اقتصاد پوهنځي محصلينو او نورو ځوانانو ته د دې کتاب لوستنه اړينه ده.

نصير کوټوال، د معلوماتي تکنالوژۍ متخصص انجينر سيد احمدشاه سادات، په کنړ کې د سيدجمال الدين پوهنتون د اقتصاد پوهنځي استاد سراج الدين حليمي د سرليکنو په پلمه د کتاب په اړه تبصرې کړې او دا کتاب يې د وخت اړتيآ او پښتو ته نوې زياتونه بللې.

ياد کتاب پنځه څپرکي لري په لومړي څپرکي کې د بانکوالۍ په اړه عمومي بحث شوی، د بانک او بانکوالۍ د شاليد او تاريخچې يادونه پکې شوې. دوهم څپرکی د برېښنايي بانکوالۍ سره د آشنا کېدو په اړه، درېيم څپرکي د برېښنايي بانکوالۍ وسيلو، څلورم څپرکی د بانکي کارتونو او برېښنايي ورکړو، همدارنګه پنځم څپرکی د برېښنايي بانکوالۍ ډولونو ته ځانګړی شوی.