روهي (څلورنۍ /۹ د لړم)، کرېکت بورډ د لوبغاړو د غوراوي کمېټې مشر له خپلې دندې ګوښه او پرځای يې دولت احمدزی ټاکلی دی.
د کرېکټ بورډ مشر عزیز الله فضلي رسنيو ته ويلي دي، چې د نورز منګل د ګوښه کېدو ترڅنګ په بورډ او کمېټو کې يو شمېر نور بدلونونه هم راغلي دي.
دغه بدلونونه وروسته له هغې راغلي دي، چې د کرېکټ بورډ دننه د يو شمېر ستونزو په اساس پخواني مشر مشعل له دندې لېرې او عزيزالله فضلي يې ځای ناستی وټاکل شو.
وروستي