که زوی غواړی

ښځه چې تلویزیوني معاينې ته لماسته وه، په ژړا وویل:
ـ ډاکټر صیبې! شپږ لوڼې مې دي، که دا وار خدای جلکۍ راکړه، نو تبا يم!
د خدای لپاره ماینه راته وکړه، که جلکۍ وه، دا کومک ته راسره وکړه، داسې دوا راکړه، چې رانه ایسته شي.
ډاکټرې ورته وویل:

ـ ډېره اندیښنه مه کوه، له خدايه خېر غواړه....
ښځې چې زړه یې ډوبۍ وهلې، له ځانه سره ویل:

ـ خدایه دا وار خو مې مه ناشونې کوې!، که ډاکټره د وړکي زیری راباندې وکړ، سر په سر به لس روژې ونیسم او په وچه مړۍ اوبو به یې ماتوم!....

ډاکټرې د ښځې د خېټې پر یوې برخې اله ودروله او ویې پوښتل:
ـ د مریضۍ دې څومره وخت کېږې؟

ښځې په ډوبیدونکې غږ وویل:
دا نوې میاشت مې لکه چې دریمه وي، د ستر عید په لسمه مې سر ځان مینځلی!
ډاکټرې ښځې ته له پاڅیدو وویل، ښځه راپورته شوه، خو زړه یې ډوبۍ وهلې، په ژړانده غږ یې وویل:
ـ ډاکټر صیبې! لکه چې بیا....

ډاکټرې ورته وویل:
ـ ګوره، خورې زوی او لور دواړه د خدای له طرفه دي، لور رحمت دی، زوی نعمت، خو اوس یې سم مالومات نه کېږي....

ښځه په ژړا شوه:
ـ میړه مې بل واده کوي، دا وارې مې د خدای ټوټکې کړي، د سویي غوښه مې مور راته رالېږلې وه، هغه مې وخوړه، د پسه خوټه چا راته ښودلې وه، هغه مې خامه تېره کړه، بل چا یو چینجی راته ښودلی و، چې زموږ وطن کې یو رقم ازغی دی، د ولیو(رېښو) په بیخ کې یې پیدا کېږي، هغه مې ژوندی تېر کړ... ژړا یې زور ونیوه:
ـ د خدای زيارتونو باندې وکرځیدم، یو ملا او تاویزګر مې پرېنښود...

ډاکټره چې د ښځې خبرو ته وازه خوله پاتې وه، وویل:
ـ وه خورې ولې داسې کوئ، اوس په وړکي پسې ځان مړکوې؟
ښځه چې سونګیده، اوښکې یې د ټیکري پر پیڅه پاکې کړې:
ـ ډاکټر صيبې میړه مې د باندې راته ولاړ دی، که د زوی نه ورته ونه وایم، تیاره خبره یې جوړه کړې، مشره لور کې ځان ته بدل کوي ....

ډاکټرې ورته وویل:
ـ دا څه رقم میړه دې دی، زوی زیږول خو ستا ګونا نه ده، د ده ګونا ده، ته ورشه غږ ورته وکړه، چې سم یې درته پوی کړم!

شیبه وروسته یو ډنګر سړی د ډاکټرې د میز سره ځوړند سر ودرید:
ـ سلاملیکم!

ډاکټرې پورته ورته وکتل، د سړي له سپینې خولۍ ګډوډ سرچک ويښته راوتلي وو، د خولۍ ژۍ یې د ویښتو د رنګ له کبله چاپيره توره ښکاریده.

ډاکټرې ورته وویل:
ـ مکتب دې ویلی؟
سړي قیچۍ وهلې مونډۍ ږیره وګروله:
ـ نه، مه یې ښیه!
ډاکټرې قلم له میزه پورته کړ:
ـ ګوره وروره! د هلک پيدا کول په مور پورې اړه نه لري، دا په پلار پورې اړه لري، د جنسیت په جوړونه کې د سړي رول وي....

د سړي په زړه کې څه خبره ګرځیده، خو د دې پر ځای چې څه ووایي، د ډاکټرې سپین لاس ته یې وکتل، چې قلم یې پکې نیولی و او دې ته منتظره ښکاریده، چې پر سپینه نسخه څه ولیکي.

ډاکټرې زياته کړه:
ـ په ښځه کې دواړه ایکس کروموزمونه وي او په سړي کې ایکس او وای کروموزوم وي. که د سړي ایکس کروموزوم د ښځې له ایکس کروموزوم سره یو ځای شي، هغه به نجلۍ وي. که د سړي وای کروموزوم د ښځې له ایکس کروموزوم سره یو ځای شي، نو هلک به وي....!

سړي ډاکټرې ته په ځير لیدل، په خبره یې سم نه پوهيدو، خو غوږ یې ټینګ ورته نیولی و او له هرې خبرې سره یې سر خوځاوه. ډاکټرې قلم وارخطا ښځې ته سيخ کړ:

ـ ته ګوره دا په څه حال ده، سر په سر یې شپږ اولادونه زیګولي دي، یو نیم کال وقفه هم نه ده پکې راغلې، دا ښو خوړو ته ضرورت لري، دا ښه وساته، خدای له همدې زوی درکوي، ولې ځان ته هم مشکل جوړوې او دې خوارکۍ ته هم....

ډاکټرې له معاینې وتونکې سړي ته بیا په موسکا وویل:
ـ هلک ته یوازې ستا ضرورت دی او که ښځه دې هم ورته ضرورت لري؟

سړي مخ ورته راواړوه:
ـ د دواړو ضرورت دی، لوڼه خو د پردي کور دي، په زوی خو دې مېله ابادېږي... واده خو له مستۍ نه کوم، د خدای جیداد لرم، که زامن ونه لرم، دا جایدادونه مې تربرونو ته پاتې کېږي، ښځې ته یې لاس سیخ کړ: دا چې بد حال کوي، که زه مړ شوم، دا به هم تربوران میراث خواره کشکوي....

ډاکټرې په موسکا ورته وويل:
ـ خپه کېږې خو به نه؟
سړی په ځای کې سره وخوځید:
ـ نه، ولې به خپه کېږم!
ـ که زوی غواړی، ته بله ښځه مه کوه، دا ښځه دې باید بل میړه وکړي!
پای