
روهي (جمعه/۴ د لړم)، د هندوستان د بالېوډ سېنما ښځينه لوبغاړې (راکي ساونت) د (تنوشري دت) په نوم پر يوې بلې ښځينه لوبغاړې تور پوری کړی چې څو ځلې يې راباندې جنسي تيری کړی دی.
(راکي ساونت) تېره ورځ د (تنوشري دت) له خوا د جنسي ځورونو په اړه له رسنيو سره خبرې وکړې او نوموړي يې ملامته کړې، چې څو ځلې يې پرې جنسي تيری کړی.
(راکي ساونت) ويلي چې (تنوشري دت) زما يوه ښه ملګرې وه، به زه نشه کړم او زه له ناوپوهۍ څخه په ناوړه ګټې اخېستنې يې پر ما جنسي تيري کول.
په (تنوشري دت) باندې په تېر کې هم د هندوستان د بالېوډ سېنما د يو شمېر نورو ښځينه لوبغاړو له خوا د جنسي ځورونې او جنسي تيري تورونه پوري شوي وو.