
د بصيرالحق عادل دويم کتاب هم له چاپه راووت، دا کتاب چې پکې نثرونه او نظمونه راټول شوي دي تازه ګودر خپرونديې ټولنې په ښکلي صحافت په زر ټوکه کې چاپ کړی دی.
کتاب درې برخې لري چې لومړۍ برخه يې «ولسي ويښتيا کې د پښتو ادبياتو ونډه» تر سرليک لاندې د بصيرالحق عادل څېړنه ده.
دويمه برخه په لر او بر کې د پښتنو پرلتونو ته ليکل شوې نثري ټوټې او ليکنې دي او درېيمه برخه يې د نظم ده چې د نومياليو پښتنو شاعرانو نظمونه او شعرونه پکې راټول شوي دي.
دا خاوره انقلاب غواړي پر کتاب عبدالغفور لېوال يوه اوږده سريزه هم ليکلې ده.