ټاکنې او که د ملت تېرايستنې پروژه؟

ټولټاکنې(انتخابات) د ديموکراتيکو نظامونو بنسټيز اصل دی، چې له مخې يې وګړي اولسمشر او د مشرانو جرګې او ولسي جرګې استازي ټاکي، په دې هکله چې عام انتخابات د اسلام له ليدلوري څه حکم لري، بحث نه کوو، بلکې په دې تم کيږو چې د هيواد د اشغال په صورت کې د ټاکنو او د ملت د رايو حيثيت څه دی؟

له تاريخه دا نتيجه اخيستلی شو چې کله يو زبرځواک د خپلو ستراتيژيکو او اقتصادي ګټو، او دغه راز د خپل کلتور او ايډيالوژۍ د ترويج لپاره، کوم هيواد اشغال کړي، هلته یوه بې صلاحيته، مفسده او کمزورې اداره رامنځته کوي، چې له يوه لوري د هغه ملت سترګو کې خاورې وشيندي او له بل لوري په خلاص مټ خپلې ګټې وپالي.

په ۲۰۰۱ ز کې چې امريکا په افغانستان يرغل وکړ، همداسې يوه بې کفايته اداره يې اداره يې رامنځ ته کړه، ټوپک سالاران، د بې ګناه خلکو وژونکي، د مالونو او عزتونو لوټوونکي يې د پارلمان وکيلان او په دولتي دندو وګمارل، چې د مخدره موادو پراخ توليد، اختطافونه، مرموزې وژنې، غلاوې او داسې نور مفاسد يې زيږنده دي.

په يو داسې اشغال شوي هيواد کې چې نژدې دوه لسیزې يې ځمکه او فضاء د بهرنيانو له خوا کنټروليږي، ټاکنې يوازې يو سمبولیک حيثيت لري، چې د ملت د تېر ايستنې لپاره ترسره کيږي، واقعيت کې ولسمشر، د کابينې غړي، د دواړو شوراګانو استازي او نور... لا له وړاندې خپلو ګټو ته په پام سره اشغالګرو ټاکلي وي.

د عامو وګړو رايه هيڅ ارزښت نه لري، يوازې د دې لپاره، چې ولسونو ته د يوې ګونګې او بې مفهومه ازادۍ ذهنيت ورکړل شي، ټاکنيز مرکزونه پرانیستل کيږي، تېر انتخابات موږ وليدل چې ډاکټر غني او ډاکتر عبدالله هر يو يې د ګټلو دعوه کوله د ملت له رايو د دفاع نعره يې پورته کوله، خو د جان کيري د طرحې له مخې داسې حکومت رامنځ ته شو، چې نه يې په قانون کې ځای لاره او نه په نړۍ کې کوم مثال لري.

او دا خو څرګنده ده، چې کله يوچا ته په دنده د ګمارلو ژمنه ورکول کيږي، او د مرستو په نوم پیسې ورکول کيږي، نوموړی به تر ټولو وړاندې د ګمارونکي ګټو ته متعهد وي.

له اشغال راوروسته د پارلماني وکيلانو نژدې ټول تمرکز د بهرنيو ګټو په تامين و، چې ښه بيلګه يې له امريکا سره د ستراتيژیک تړون په حق کې رايه وه، چې له امله يې تر ننه افغان مظلوم ملت په اور کې سوځي.
دغه راز وزيرانو ته په رايه ورکولو له بهرنيو سفارتونو امتياز او د شخصي ګټو په پار مافیا ته وده ورکول يې کاري لومړيتوبونه وو.

او بله لا دا چې د هيواد په ډېره برخه اوس د ( پروژه) دولت حاکميت نشته، د بي بي سي موندې ښيي چې د هيواد په %۷۰ خاوره طالبان پراخ نفوذ لري، چې له امله يې انتخابات خپل قانوني مشروعيت له لاسه ورکوي.

دولتي چارواکي چې د انتخاباتي پروسې په سمه توګه د ترسره کيدو لاپې وهي، مطلب دا چې د ولس ګډون او نه ګډون په پايلو هيڅ اثر نه شيندي، او رښتيا هم لا له وړانډې ټاکل شوي وکيلان رايو ته اړتيا نه لري.

د افغانستان اسلامي امارت چې د هيواد د ازادۍ او خپلواک لپاره مبارزه کوي، او د ولس ډېره برخه وګړي يې ترڅنګ ولاړ دي، د اشغال په شتون کې هر ډول انتخابات تحريم کړي او له هيوادوالو يې په ټینګار سره د نه ګډون غوښتنه کړې ده.

افغان ولس بايد په ټوليز ډول دا ټاکنې تحريم کړي، ځکه چې اشغال ته له مشروعيت ورکولو پرته نور هيڅ حيثت نه لري، لومړی باید د هيواد د ازادۍ لپاره مبارزه وشي.
داسلامي افغانستان په هیله