تیره ورځ دطالب ویاند ذبیح الله مجاهد له ادرسه یوه خبرپاڼه خپره شوه چې پکي له امریکایانو غوښتل شوي که دافغانستان دروان وضعیت ختمول غواړي نو په قطر کې دی دطالبانو له دفتر سره مخامخ خبری وکړي، دقطر دفتر دطالبانو یواځینی ادرس دی چې په یودریم هیواد کې شتون لري او وخت په وخت دیاد دفتر غړی دافغانستان دروانې کشالی دیو سولیز حل د رامنځته کیدو لپاره هڅې کوي.
په۲۰۱۳م کې هم د یاد دفتر او امریکایانو ترمینځ دطالبانو لخوا دنیول شوي امریکایي عسکر بریګیډال په موضوع بریالي مذاکرات وشول اونوموړی عسکر په ګونتاموکې دپنځو بندي طالب مشرانو په بدل کې آزاد شو.
څه موده مخکي د طالبانو لخوا د امریکایي اولس اود غیردولتي مشرانو په نوم یوپرانستی لیک خپورشوی و چې په یاد لیک کې طالبانو له امریکایي اولس او مشرانو غوښتي و چی د ټرمپ په حکومت فشار راولی چې اشغال ختم،خپل عسکر له افغانستان څخه وباسي اوافغان ملت پریږدي ترڅو خپل سرنوشت په خپله وټاکي.
داټول په دې دلالت کوي چې طالبان یوسوله غوښتونکی ځواک دی، تل یي په سوله ټنګار کړی؛ خو امریکایان لاهم هڅه کوي چې مسئله د زور له لاری حل کړي چې دا د خوب لیدل به یي کله هم ریښتیانه شي.
امریکا او نړۍ والو متحدینو یي۱۷ کاله په افغانستان کې دافغانانو په ضد خپل ټول زور استعمال کړچې هیڅ پایله یي نه ده لرلې ، بالمقابل یي افغانان په خلاف ودریدل، اوس وخت رارسیدلي چې امریکایان خپله ماته رسماًومني دسولي خبری وکړی دابه ورته په خیرتمامه شي. دا چې طالبان د امریکایانو په ځای ولې افغان حکومت سره مذاکرات نه کوي نوزماپه فکر دوه علتونه لري لومړی طالبان فکرکوي چې د دولت په نوم کابل کې ناست خلک خپلواکي نلري او نشي کولي په دومره لویو قضیو کې د ملت نمائندګي وکړي او واقعت هم همدا دی.
دوهم د حکومت دننه دومره جدی اختلافات دی چې هغه نه شي حل کولي نو د هیواد دومره لویه مسئله به څنګه حل کړي، د افغانستان دروانې مسئلي مهم اړخ امریکایان دی باید لومړی د هغو سره خبری وشي قانع کړی شي ترڅو عسکروباسي او روان اشغال ته دپای ټکی کیږدي.
افغان دولت دسولې په څیر مهمو مسئلو کې کوم مثبت رول نه شي اداکولي ښکاره بیلګه یي دحزب اسلامي(حکمتیار) ډلي سره دسولې خبری وي چې هیڅ نتیجه یي ورنه کړه، نه جنګونه کرار شول اونه دحزبي ورونو سره په کړو وعدو وفاوشوه او کیسه یي لاهم ګونګه پاتي ده.
داسلامی، خپلواک، سولیز اوپرمختللي افغانستان په هیله.
وروستي