دشهید امام حسن البنارحمه الله ژوند ته لنډه کتنه

حسن البنا د مصر له نامتو مذهبي لارښودانو څخه گڼل کېږي. دا عالم د اخوان المسلمون بنسټ اېښودونکې هم دی، چې په دې کار سره يې د اسلامي نړۍ له خوبه راویښه کړه.

دې په ۱۹۰۶ز کال د مصر په محمودیه کلي په یوه متدینه او علم دوسته کورنۍ کې وزېږېد. په کوشنیتوب کې یې سپېڅلې قرآن په یادو یاد کړ. او د شپاړسو کالو په موده، د قاهرې په دارالعلوم کې ورگډ او په ۱۹۲۷ز یې له نوموړي دارالعلوم څخه خپل سند ترلاسه کړه.

د کلیوالو سیمو په پرتله ښاري سیمې د اخلاقي زوال ډېر وي، دقاهرې هم همدا حال و، کله چې حسن البنا له خپل کلي څخه د قاهرې پر لور راوخوځېد، نو دده حساس ‌طبیعت باندې د ښار غیر اسلامي کړو، وړو ژور اغیز وکړه. ده ولیدل، چې مصر په اخلاقي لحاظ د اروپا یوه برخه کېدونکې ده، او د فرعونانو پیر ته بیا بلنه روانه ده، ده دا خبره محسوس کړه، چې دینپوهان خو ددې ناوړه اعمالو او اخلاقي زوال پر وړاندې خپله کرکه او نفرت ښکاره کوي، او وعظ او نصیحت هم کوي، خو داسې کومه ټولنه یا گوند یې و نه میدو، چې ددې ناوړه کارون پر خلاف غږ پورته کړي.

داخوان المسلمون بنسټ اېښودنه
نو ده په ۱۹۲۸ز کال د اسماعیلیه په ښار کې (چېرې چې دې له زده کړې وروسته د ښوونکي په توگه دنده ترسره کوله) د اخوان المسلمون په نامه د یوه گوند بنسټ کېښود. په ۱۹۳۳۳ز کال ددې گوند مرکزي دفتر له اسماعیلې څخه د قاهرې ښار ته یوړل شو. حسن البنا اعلان وکړ، چې د اسلام پیغام نړیوال پیغام دی، او د ژوند یو بشپړ نظام هم. د اخوان المسلمون د غورځنگ په واسطه ده خپل دغې لارې ته د عملي جامې اغوستلو کار پیل کړ. په لږ وخت کې د مصر په ختیځ او لودیځ کې محبوبیت ترلاسه کړ، او خپلې څانگې یې د هېواد په گوټ، گوټ کې خلاصې کړې. زده کوونکي، زده کړیال او کارگر یې په یوه دریځ سره راټول کړل، او د ښځو لپاره یې د اخوات المسلمین په نامه بېله څانگه جوړه کړه. اخوان ښوونځي هم جوړ کړل، او په ټولنیزو چارو کې یې هم ښه برخه واخیسته. دوی یو داسې روزنیز نظام جوړ کړ، چې د هغې له وجې د اخوان غړي د یوه رښتوني مسلمان بڼه غوره کړه. حسن البنا د اسلامی حکومت د جوړونې او د اسلامي شریعت د پلي کولو غږ پورته کړ. ده وویل چې له پنځوسو کلونو څخه راپدېخوا په مصر کې غیر اسلامي قوانین پلي کېږی، او له سختې ناکامۍ سره مخ کېږي، نو په دې ډول اوس ددې وخت راغلې، چې د اسلامي شریعت تجربه وکړای شي،. ده په دې خبره ټینگار کاوه، چې د نني مصر قانون او دستور سرچینې کتاب او سنت نه، بلکه د اروپایی هېوادونو قوانین دي، چې دا قوانین له اسلام سره په ټکر کې دي.

حسن البنا د اسلامي حکومت او اسلامي قوانینو د پلي کولو غوښتنه وکړه. ده وویل، چې له ۵۰ کالو څخه په مصر کې نااسلامي قوانین ازمویل کېږي، او دا قوانین ډیر سخت ناکام شوي دی. نو پدې ډول اوس باید د اسلامي شریعت تجربه وکړای شي، ده په خبره ډېر ټینگار کاوه، چې د اوسني مصر قانون و دستور سرچینې سپېڅلی کتاب و سنت نه، بلکه اروپایي هېوادونو دستور و قوانین دی، چې له اسلام سره سراسر په ټکر کې دي. حسن البنا په مصریانو کې د جهاد روح پوه کړ، او ددې سرلیک لاندې یې یو کتابگوټې هم ولیکه، او دا یې پکې ولیکل، چې د مصر یو نامتو عالم امام بدر الدین عیني (د بخاري شرحه کوونکې) به یو کال جهاد ته تلو، یو کال به یې ښوونه او روزنه کې بوخت وو، او په بل کال به د حج فریضې لپاره مکې مکرمې ته تلو.

اخوان المسلمون د کتابگوټو او ورځپاڼو له لارې خپل افکار خپرول پیل کړل. په ۱۹۳۵ز کال د محمد رشید رضا رحمه الله له مړینې څخه وروسته امام حسن البنا د هغه ورځپاڼه المنار چارې خپلې کړې. اخوان المسلمون خپله هم یوه ورځپاڼه، یوه اوونیزه او یوه میاشتینۍ. ددې غورځنگ ورځپاڼه د مصر په لومړیو نامتو ورځپاڼو کې شمېرل کېده. ددې ورځپاڼو او نورو وړو کتابگوټو په وسیله اخوان المسلمون خپلې موخې او غوښتنې مسلمان ولس ته ورسولې او دا یې په زبات ورسوله چې اسلام څرنگه د ژوند په مختلفو څانگو کې د نړۍ لارښوونه کولای شي.

دویمې نړیوالې جگړې پیل پورې د اخوان المسلمون بلنه په ختیځ کې ښه په شور و زور سره روانه وه، او تقریبا ټول عربي هېوادونه یې تر خپل سیوري لاندې راوستي ول. د دې غورځنگ اصلي منځۍ د مصر هېواد و. د نړېوالې جگړې څخه وروسته اخوان المسلمون په سیاسي ډگر کې په پراخه پیمانه هلې ځلې پیل کړې. په ۱۹۴۸ز کال د فلسطين څخه د برتانیا له وتلو سره سم، چې برتانیا د فلسطین د خپلواکۍ اعلان وکړ، نو اخوان المسلمین ددې اعلان د بشپړلولو غوښتنه وکړه. پدې کار سره د اخوان المسلمین په محبوبیت کې لا زیاتوالې راغې. په دوه کلونو کې ددې غورځنگ د غړو شمېر له پینځه سوه زرو څه پورته ولاړ. د ملاتړو شمېر یې له دې څخه دوه چنده و. اخوان ورځ تر ورځې د خلکو په زړونو کې ځای پیدا نیونې څخه که یو خوا د شاه فاروق خطر محسوساو نو له بلې خوا انگرېزانو هم له ده څخه غوښتنه کوله چې په دې غورځنگ بندیز ولگوي. نو ځکه په ۱۹۴۸ز د ډسمبر په نهمه نیټّه مصري واکمن د اخوان غورځنگ ناقانونه اعلان کړ، او په څو ورځو کې یې په زرگونو غړي د بند تورو تمبو شاته وغورځول. درې اوونۍ وروسته کوم ځوان وزیر اعظم نقراشي پاشا وواژه. حسن البنا تر اخري وخت پورې ونه نیول شو، او د فرورۍ په ۱۲مه نیټه کال ۱۹۴۹ز نیمه شپه په قاهره کې یو ستر لارښود د یوې دسېسې له مخې په شهادت رسول کېږي. د شهادت تر وخت پورې دده عمر یواځې ۴۳ کاله وو
ماخذونه:
مذكرات الدعوة والداعية (لكنها لاتغطي كل مراحل حياته وتتوقف عند سنة 1942م).
المرأة المسلمة.
تحديد النسل.
مباحث في علوم الحديث.
السلام في الإسلام.
قضيتنا.
الرسائل.
مقاصد القرآن الكريم