جنرال رازق څنګه او چا ووژلو؟

جنرال رازق څنګه او چا ووژلو؟
ډاکټر نېک محمد ويال د روهي وېب پاڼې څښتن
 
د کندهار وژل شوی امنيه قومندان جنرال عبدالرازق په ۱۳۵۸ل کال کې د کندهار د ډنډ ولسوالۍ د منصور غونډۍ په کلي کې زېږېدلي وو. رازق درې وادونه کړي وو، پنځه لورګانې او اووه نارينه بچيان ورڅخه پاتې شول. نوموړي کومې رسمي زده کړې نه درلودې، خو په کندهار او سويل لويدېځه حوزه کې د غښتلو او نامتو قومندانانو له ډلې څخه شمېرل کېدو.

نوموړی تېره ورځ په کندهار ولايت کې هغه وخت ووژل شو، چې د کندهار د ولايتي ادارې او په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموريت قومندان جنرال سکاټ مېلر سره يې د ټاکنو د امنيت په اړه امنيتي ناسته درلوده.

خپاره شوي راپورونو وايي، چې نوموړی له غونډې را ووت او د رخصت پر وخت کې ډزې وشوې چې نوموړی لومړی ټپي او ورپسې په روغتون کې مړ شو. رسنيو ويلي، چې پر نوموړي د والي؛ زلمي ويسا يو ساتونکي ډزې وکړې او جنرال رازق يې ووژلو، چې وروسته ياد ساتونکی هم بيا د نورو ساتونکو له خوا ووژل شو.

د نوموړي د وژنې او د کندهار د پرونۍ پېښې په اړه ولسمشرۍ ماڼۍ ځانګړی پلاوی کندهار ته استولی دی خو تر اوسه يې پايلې نه دي شريکي شوې. د جنرال رازق د وژنې په اړه ډول - ډول خبرې کيږي، خو تر اوسه يې لامل پوره څرګند نه دی. له پېښې لږ وروسته طالبانو وويل، چې نوموړی د دوی د يو کس له خوا په ډزو ووژل شو.

بيا په ټولنيزو رسنيو کې يو شمېر عامو افغانانو او سياسي کسانو د جنرال رازق د مړينې په اړه اندونه څرګند کړي دي. يو شمېر په دې باور دی، چې جنرال عبدالرازق د ناټو د سرتيرو په ډزو کې وژل شوی دی. دغه ډله کسان استدلال کوي، چې نوموړي په امنيتي ناسته کې له جنرال مېلر سره لفظي شخړه وکړه او وروسته د ناټو سرتيرو ډزې وکړې او نوموړی يې ووژلو. دا هم ويل کيږي، چې که چېرې د ناټو ځواکونو ډزې نه وي کړي، نو بيا شونې نه ده، چې د لسګونه نورو سرتيرو او ساتونکو په شتون کې يو کس څو کسان ووژني او ټپيان يې کړي.

د پخواني حکومت يو شمېر چاراوکو بيا مرکزي حکومت په دې پېښه کې تورن کړی دی او ويلي دي، چې جنرال رازق د خپلو سياسي مخالفينو له خوا چې د حکومت دننه دندې لري، د دسېسې په ډول ووژل شو. ځينو نورو يې بيا پړه د پاکستان پر څارګرې ادارې اچولې ده او ويلي دي، چې جنرال رازق د ډيورنډ پر کرښه ووژل شو.

حکومت بيا دا کار د حکومت د وسله والو مخالفينو کار بولي او په اړه يې د جدي پلټنو خبرې کوي.

د روهي خبرې کوي يا Rohi talks په دې اونيزه خپرونه کې په دې خبرې کوو چې؛
۱- جنرال رازق چا او څنګه ووژلو؟
۲- آيا امريکايان د نوموړي په وژنه کې لاس لري؟
۳- حکومت به په دې برخه کې څه وکړي؟
۴- د کندهار امنيتي وضعيت به په کومې خوا لاړ شي؟
۵- د نوموړي وژنه د سولې پر بهير څه اغېز کولی شي؟

تاسو د روهي وېب پاڼې ګران لېدونکي او لوستونکي هم کولی شئ، چې سر له اوس په کمېنټ کې راته خپل ليدلوري، نظرونه او شننې ولېکئ او يا هم سبا (نۍ/د تلې مياشتې ۲۸مه نېټه د ماسخوتن له ۸:۰۰ څخه تر ۹:۰۰ بجو پورې) په ژوندۍ بڼه راسره برخه واخلئ.