
روهي (جمعه/۲۷ د تلې)، نن ورځ په ټولنيزو رسنيو کې داسې خبررونه خپاره شول، چې د پښتو ژبې سندرغاړی بهرام جان په يوې ټرافيکي پېښه کې ووژل شوی دی.
بهرام جان په همدې پار پر خپلې فېسبوک پاڼې په ژوندۍ بڼه خپرونه درلوده او ياد خبرونه يې دروغ وبلل.
بهرام جان ويلي، چې ما هم ډېری داسې پوسټونه ولېدل، چې زما د مرګ يې ويلي وو، خو له ما سره کومه پېښه نه ده شوې او تر اوسه روغ يم.
نوموړي له خپلو خواږو مننه کړي، چې د نوموړي د مړينې د غېر حقيقي خبر په اړه يې خواشيني ښوودلې، خو په عينې وخت کې ويلي دي، چې دا ډول خبرونه د نوموړي د مخالفو کسانو کار او تبليغات دي.