
آيا سياسي ګوندونه به د راتلونکو ټاکنو پايلې ومني او که د تېر په څېر به شخړې جوړې کړي؟
ډاکټر نېک محمد ویال د روهي وېب پاڼې څښتن
د روانې مياشتې په ۲۸مه نېټه له غزني پرته په ټول هېواد کې پارلماني ټاکنې تر سره کيږي. له ۲۰۰۱ز کال را وروسته په افغانستان کې دا ترټولو جنجالې او ځنډېدلې پارلماني ټاکنې دي. د ملي يووالي حکومت په لومړيو کالونو کې بايد دغه ټاکنې تر سره شوې وای، خو د امنيتي او تخنيکي ستونزو له امله وځنډېدې، چې په پايله کې يې د موجوده ولسي جرګې پنځه کلن عمر تر اتو کالونو رانېږدې او تمدېد شو.
د اوسنيو پارلماني ټاکنو په اړه لومړۍ ستونزه د نوم لېکنه پروسه وه. د حکومت، ټاکنو خپلواک کمېسيون او سياسي ګوندونو ترمنځ دا يوه جنجالي پروسه وه، چې څنګه نوم لېکنه وکړي او د جعلي نوم لېکنې مخنېوی څه ډول وکړي. په لومړيو کې د نوم لېکنه بهير سست روان وو او نيوکه دا وه، چې ټاکنو کمېسيون په دې اړه عامه پوهاوی نه دی کړی. د نوم لېکنې په پای ته رسېدو سره د ټاکنو خپلواک کمېسيون د رايه ورکوونکو شمېر نهه مېلېونه اعلان کړ، خو سياسي ګوندونه اوس هم پر نيوکه لري او زياتوي، چې د رايه ورکوونکو شمېر له ۴ تر ۵ مېلېونه زيات نه دی.
سياسي ګوندونو په حکومت څو ځلي فشار راوړ، ترڅو خپلې درې عمده غوښتنې؛ په ټاکنو د سياسي ګوندونو څار، په بايومټريک سېسټم سره ټاکنې او د ټاکنيز نظام بدلون ومني. له ډېرو ناستو وروسته حکومت راضي شو، ترڅو د سياسي ګوندونو غوښتنو ته غاړه کېږدي.
اوس تر يو بريده ټاکنې د سياسي ګوندونو د غوښتنو سره سمې تر سره کيږي، خو بيا هم يو شمېر ستونزې شتون لري او سياسي ګوندونه ګواښ کوي، چې که چېرې دغه ستونزې حل نه شي نو د ټاکنو پايلې نه مني. سياسي ګوندونو ويلي دي، چې يوازې د هغه ټاکنې پايلې ورته د منلو دي، چې په بايو مټريک سېسټم سره تر سره شوي. بيا بلې خوا ټاکنو کمېسيون وايي، چې له بايومټريک سېسټم سره د دوی کارمندان او هم رايه ورکوونکي په بشپړ ډول بلد نه دي او دا ډاډ نه شي ورکولي، چې ټاکنې به سل سلنه رڼې او پاکې تر سره شي.
د روهي خبرې کوي يا Rohi Talks په دې اونيزه خپرونه کې په دې خبرې کوو چې؛
۱- سياسي ګوندونه په ټاکنو کې له خپلې ماتې ويريږي او په رېښتا رڼې ټاکنې غواړي؟
۲- که چېرې سياسي ګوندونه د ټاکنو پايلې ونه مني، نو سياسي وضعيت به څومره کړکېچن شي؟
۳- په ټاکنو کې د حکومت لاس وهنې شتون لري او که ټاکنو کمېسيون په خپلو چارو کې په بشپړ ډول خپلواکه دی؟
۴- که پارلماني ټاکنې له ستونزو سره مخ شي، نو د ولسمشريزو ټاکنو برخليک به څه وي؟
تاسو د روهي وېب پاڼې ګران لېدونکي او لوستونکي هم کولی شئ، چې سر له اوس په کمېنټ کې راته خپل ليدلوري، نظرونه او شننې ولېکئ او يا هم سبا (نۍ/د تلې مياشتې ۲۱مه نېټه د ماسخوتن له ۸:۳۰ څخه تر ۹:۰۰ بجو پورې) په ژوندۍ بڼه راسره برخه واخلئ.