روهي (پنځه نۍ/۱۹ د تلې)، د برازيل د فوټبال پر مشهور لوبغاړي کرېسټېنو رونالډو Cristiano Ronaldo د يوې بلې برازيلۍ جينۍ له خوا د جنسي تيري تور پوري شوی دی.
(کاترین مایورګا) تور پوري کړی دی، چې په ۲۰۰۹ز کال کې د رونالډو له خوا د امریکا پر (لاس وګاس) کې پر يو هوټل کې جنسي تيری کړی دی.
د (کاترین مایورګا) مدافع وکيل په محکمه دا هم ويلي دي، چې يوې بلې ميرمنې ورسره اړيکه نېولې وه او د (کاترین مایورګا) د قضيې په ډول يې د رونالډو په اړه شکايت کړی دی.
د يادونې ده، چې په ټولنيزو رسنيو کې د رونالډو د جنسي تيري په اړه بيلا بيل غبرګونونه راپورته شوي دي او د نوموړي پر شخصيت يې منفي اغېز کړی.
وروستي