روهي (څلورنۍ/۱۸ د تلې)، د سمیرا اصغري په نوم يوې افغان ميرمنې د لومړي ځل لپاره د المپيک د نړيوالې کمېټې غړيتوب تر لاسه کړ او د دغه سازمان رسمي غړې شوه.
نوموړې د هېواد د بسکتبال د ملي لوبډلې لوبغاړې ده، چې دغه مقام د نهو نورو نوماندانو له منځ څخه د ۷۷ رايو په اخېستو سره تر لاسه کړ.
سميرا اضغري ۲۴ کاله عمر لري، د ميدان وردګ ولايت اوسېدونکې ده او په سياسي علومو کې يې د ليسانس تر کچې زده کړې تر لاسه کړې دي.
يادونې ده چې له دې وړاندې هم سميرا اضغري د المپيک نړيوالې کمېټې افتخاري غړېتوب تر لاسه کړی وو.
وروستي