
د کرکت ټیم مو لومړی د وګړو زړونه وګټل او اوس یې د سیالیو ګټلو ته لستوڼي بډوهلي چې پدې لړ کې یې د دنیا وتلیو ټیمونو لکه سریلانکا، زمبابوې، بنګله دیش او داسې نورو ته ماتې ورکړې. د افغانسان کرکت ورځ تر بلې پیاوړی کیږي او د ویاړونو لړئ یې لا اوږدیږي. د دغه ویاړونو له ډلې یو هم د افغانستان د کرکت غوره لیګ دی. د جمعې ماښام د دې لیګ پرانیست غونډه وه، زیات شمیر افغانانو پکې ونډه اخیستې و او په کور دننه هم ډیرو وطنوالو په ژوندی بڼه کتله.
د یادې پرانیست غونډې د ټولو مثبتو ټکو تر څنګ ځینې کمیانې هم وې: په پرانیست غونډه کې نطاقي یوې بهرنی په انګریزې او اوردو کوله. بیچارګی به جې هر څومره زور وواهه تر څو ناست ننداره چیان چک چک وهلو، شور او ځوږ ته وهڅوي خو هر وار به یوازې پاتې شوه. فکر کوم پدې نه پوهیده چې دا ورته ناست کسان اکثریت په انګریزې، اوردو او د دې په خبرو نه پوهیږي. دا چې لیګ د افغانانو دی، ګوري یې افغانان، بریا او ناکامي یې هم پدوی پورې تړلې نو ولې باید ټول پروګرام په بهرنیو ژبو وړاندې شي. لدې ورهاخو، د ټیمونو پیژندنې نه وروسته د سندرو نوبت راغی. نه پوهیږم ولې دومره ضروري ده چې د کرکت په پرانیست غونډه کې د هتماً سندرې وي. بیا که د سندرو شتون واجب هم وي نو دا خو ملي ورزش دی باید په پروګرام کې یې هر څیز ملي رنګ ولري.
خو هلته لومړی د یوې پایڅې وال مست سندرغاړی راغی او شروع یې وکړه، خدایزده سندره وه که ښکنځل، پریمانه ټوپونه یې ورته واچول، عجیب او غریب غږونه ترې راوتل زه خو پرې پوی نشوم چې څه یې ویل. لده وروسته نوبت ورغی ارین خان ته، سندره یې شروع کړه. سره لدې چې د دریز بګروند یې ښه و خو خدایزده چې ولې یې د پښتون یم، پښتو پالم، قام پالم... شعارونه ورکول؟ دا لوبه خو د ټولو افغانانو او ټولو قومونو ویاړ دی، دا راز بې ګټې شعارونه پداسې ملي مسائلو کې پرته لدې چې د وطن نور قومونه له کرکته لرې کړي بله ګټه نلري. په هغې پسې بالیوډ ستار راغله، په نیمه بربنډو کالیو کې یې د فویکول سندرې ته ډانس پیل کړه ته به وايي چې په ممبی کې کوم نایټ کلپ ته دعوت شوې. د دې سندرو او نڅاو ضرورت څه و اوګټه یې څه وه؟
په افغانستان کې به د کرکت هغه شوقي ځوانان چې لا تر اوسه د خپل کلي څخه بهر ندي وتلي پخپل محدود فکر د دې راز پروګرام په هکله څه ډول قضاوت کوي. د افغانستان کرکت بورد ته پکار ده چې د یاد ورزش اړوند پرو ګرامونو کې فرهنګي اړخ ته پوره پوره پاملرنه وکړي، تر څو خدای مکړه د افغانانو دا یوازنی خوشالي د وطن او ملي ارزښتونو د دښمنانو د تبلیغاتو ښکار نشي او هغه پرې رامات د کلیو او بانډو ځوانان ترې لرې نشي.