شهزاد محمدي (مولانا طارق جميل) ته د هند خلاف د خپلې ښې لوبې مبارکي ويلي او غبرګونه يې راپورته کړي

روهي (پنځه نۍ/۱۲ د تلې)، د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې لوبغاړي شهزاد محمدي پاکستاني عالم مولانا طارق جميل سره کتلي دي او د هند خلاف د خپلې ښې لوبې مبارکي يې ورکړې ده.

دغه وېډيو چې په ټولنيزو رسنيو کې خپاره شوې ده. شهزاد محمدي له پاکستاني عالم طارق جميل سره په اردو ژبه خبرې کوي او له هند سره د مساوي لوبې مبارکي ورکوي.

په ټولنيزو رسنيو کې په دې وېډيو ښايي ځکه نېوکې شوې وي، چې د پاکستان او هندوستان او بيا د افغانستان او پاکستان اړيکې ترېنګلې دي او داسې خبرې احساسات راپارونکې وي.

يو شمېر افغانان د پاکستان په ديني عالمانو نيوکه کوي، چې په افغانستان کې د روانې جګړې د پای ته رسېدو په پار همکاري نه کوي او ځيني يې له دغه جګړې ملاتړ هم کوي.