
روهي (پنخه نۍ/۱۲ د تلې)، ټاکل شوې ده، چې د افغانستان غوره لیګ سيالۍ به سبا (جمعه) په عربي متحده اماراتو کې پيل شي.
د دغه ليک لومړۍ لوبه د کابل او پکتيا د لوبډلو ترمنځ کيږي، چې له افغان لوبغاړو پرته يو شمېر بهرني لوبغاړي هم په کې اخېستل شوي دي.
ټول - ټال په دغه ليګ کې د کابل، کندهار، بلخ، ننګرهار او پکتیا لوبډلې شاملې دي چې د نړۍ يو شمېر مشهور لوبغاړي به هم په کې لوبيږي.
په کرېکټ بورډ نيوکه دا وه، چې د افغانستان غوره لیګ سيالۍ يې بايد په کور دننه په افغانستان کې برابرې کړې وای.