
روهي (يوه نۍ/۸ د تلې)، د کرېکټ نړيوالې شورا نن ورځ اعلان وکړ، چې افغان لوبغاړی راشد خان ارمان يې د يو ورځنيو نړيوالو لوبو لومړۍ درجه لوبغاړی اعلان کړی دی.
دغه شورا له هغه وروسته راشد خان لومړۍ درجه الراونډر لوبغاړی اعلان کې چې په دبۍ کې يې د اسيا جام په پنځوسو اوريزو سياليو کې غوره لوبې تر سره کړې.
اي سي سي وايي چې افغان لوبډلې وکولی شول، ترڅو د سريلانکا او بنګله دېش ته ماته ورکړي او له هندوستان سره لوبه مساوي کړي، چې دا چاره بې سارې وه.
په ورته وخت کې افغان کرېکټ بورډ هم ويلي دي، چې د افغانستان تکړه لوبغاړي راشدخان د کرېکټ نړيوالې شورا د یو ورځنیو لوبو د الراونډرانو په لیکه کې هم لومړی مقام خپل کړ.