هند بنګله دېش ته ماته ورکړه او د اسیا جام اتلوالي يې خپله کړه

روهي (نۍ/ ۷ د تلې)، د اسيا جام په سياليو کې چې په دبۍ ې روانې وې، د هندوستان د کرېکټ لوبډلې وکولی شول چې بنګله دېش ته په فاينل لوبو کې ماته ورکړي او د جام اتلوالي خپله کړي.

بنګله دېش لوبډلې لومړۍ بېټېنګ غوره کړ او په پنځوسو اورونو کې يې د هند لوبدلې ته ۲۲۳ هدف ورکړ، چې د هندوستان لوبډلې په وروستي اور کې هدف پوره کړ.

د اسيا جام په سياليو کې هندوستان، بنګله دېش، سريلانکا ،هانک کانګ ،پاکستان او افغانستان د کرېکټ لوبډلو برخې اخېستې وې، چې پايله د هندوستان لوبې په ګټه تمامه شوه.

د يادونې ده، چې افغانستان په دغه جام کې له پنځو لوبو دوه يې ګټلې دي.