
روهي (جمعه/۶ د تلې)، د منيبه شاه په نوم د پښتو فلمونو يوه ممثله د پېښور د يوې محکمې له خوا توفيق خونې ته لېږل شوې ده.
په منيبه شاه تور دی چې د خپلو دوستانو څخه يو د دوست په نوم يې د فېسبوک جعلي حساب جوړ کړی وو او کورني انځورنه به يې په کې پورته کول.
منيبه شاه ۲۹ کاله عمر لري او محکمه وايي چې د انټرنيټي جرمونو د قانون پر اساس يې توقيف خونې ته لېږلې ده.
د راپورونو له مخې د پښتنو فلمونو دغه ممثلې هم اعتراف کړی دی چې دغه جعلي فېسبوکي حساب جوړ کړی وو.