نوماندان له خپل صلاحيت څومره لوړې ژمنې کوي، سرغړونې او قانون ماتونې يې څه دي؟

نوماندان له خپل صلاحيت څومره لوړې ژمنې کوي، سرغړونې او قانون ماتونې يې څه دي؟
ډاکټر نېک محمد ويال د روهي وېب پاڼې څښتن

نن ورځ په رسمي ډول له غزني ولايت پرته د هېواد په ۳۳ ولايتونو کې د ولسي جرګې ټاکنيز کمپاين په رسمي ډول سره پيل شو. د نوماندانو پلويان او ملاتړي د خپلو ولايتونو په ښارونو کې د دوی انځورونه لګوي او په ملاتړي يې ناستې را غواړي.

د ټاکنيز کمپاين له رسمي پيل سره يوځای ډيری نوماندان هم په رسنيو کې برخه اخلي، خپلې برنامې له خلکو سره شريکوي او هڅه يې دا ده، چې ټولې خپلې تېرې نيمګوتياوې پټې او د راتلونکي لپاره خلک ژمن او له صلاحيت لوړې ژمنې ورکړي.

د هېواد د اساسي قانون اړوند د ولسي جرګې غړو ته لاندې واکونه او صلاحيتونه ورکړل شوي دي:
پنځم څپرکی: ملي شورا، نوي یمه(۹۰) ماده،
 ملي شور دا لاندې واكونه لري:

لومړۍ فقره:  د قوانينو او تقنيني فرمانونو تصويب، تعديل يا لغوه كول؛
دويمه فقره : د ټولنيزو، فرهنګي، اقتصادي او تكنالوژيكي، پرمختيايي پروګرامونو تصويب؛
درېیمه فقره : د دولتي بودجې تصويب او د پور اخيستو يا وركولو اجازه؛
څلورمه فقره :  د اداري واحدونو منځته راوړل، تعديل او يا لغو كول؛
پنځمه فقره :  د دولتونو ترمنځ د تړونونو او بين المللي ميثاقونو تصديق او يا له هغو څخه د افغانستان بېلول؛
شپږمه فقره : په دې اساسي قانون كې نور درج شوي واكونه.

ولسي جرګې ته لاندې ځانګړي واکونه هم ورکړل شوي دي:
 
پنځم څپرکی: ملي شورا، یو نوي یمه(۹۱) ماده،
لومړۍ فقره: ولسي جرګه لاندې ځانګړي واكونه لري:

لومړۍ فقره:  له هر يوه وزير څخه د استيضاح په برخه كې ددې اساسي قانون د (دوه نوي يمې) مادې له حكم سره سم تصميم نيول؛

دويمه فقره :  د پرمختيايي پروگرامونو او دولتي بودجې په باب تصميم نيول؛

درېیمه فقره - ددې اساسي قانون له حكمونو سره سم د مقرريو تائيد يا ردول؛

خو د ولسي جرګې يو شمېر نوماندان د خپلو وظيفوي صلاحيتونو څه د نه خبرۍ او يا هم په خپلو خبرو کې د جذب لپاره له مبالغې کار اخلي او داسې ژمنې کوي، چې نه قانون ورکړې دي او نه يې هم تر وس کيږي.

د سړکونو، ښوونځيو، روغتونو جوړل، بهرنيو هېوادونو ته د محصلينو لېږل، د دولتي کسانو ګمارل او ډيری نورې خبرې د نوماندانو هه بېلګې دي، چې سر له پيل څخه قانون په کې ماتوي او خپل خلک هم غولوي.

له دغه کارونو پرته نوماندان د خپلو ټاکنيزو منډو - رامنډو پر مهال رايه ورکوونکي په پيسو اخلي، د ټاکنو کمېسيون کارمندانو ته رشوت ورکوي، له خپل زور کار اخلي او زورواکي کوي او دا چې د نورو نوماندانو پر وړاندې د سالمې مبارزې حوصله نه لري او په تاوتريخوالي لاس پوري کوي. د هېواد د اساسي او ټاکنو کمېسیون پر وړاندې دا ډول ټولې کړنې غېرقانوني او غېر مجوز دي.

د روهي خبرې کوي يا Rohi Talks په دې اونيزه خپرونه کې په همدې موضوع خبرې کوو چې؛
۱- اوسني وکيلان چې ځانونه يې نوماند کړي دي، څومره يو ښه تېر لري چې بيا ځلې پرې باور وشي؟

۲- دغه قانون جوړونکي (نوماندان او کيلان) اوس څومره سرغړونې لري او کوي يې، چې په راتلونکي کې به دوی پر نور د قانون غږ کوي؟

۳- ولس څنګه باور وکړي، چې د نوماندان احساس سپيڅلي او پاک دی؟

۴- د ټاکنو په درغلۍ کې نوماندان څومره شريک دي؟

۵- که چېرې د تېر په څېر ولسي جرګه ولرو، نو د هېواد برخليک به پر کوم لورې لاړ شي.
 
تاسو د روهي وېب پاڼې ګران لېدونکي او لوستونکي هم کولی شئ، چې سر له اوس په کمېنټ کې راته خپل ليدلوري، نظرونه او شننې ولېکئ او يا هم سبا (نۍ/د تلې مياشتې ۷مه نېټه د ماسخوتن له ۸:۳۰ څخه تر ۹:۰۰ بجو پورې) په ژوندۍ بڼه راسره برخه واخلئ.