لومړی افغان لوبغاړی چې په اسيا جام کې يې سل منډې وکړې

روهي (درې نۍ/۳ د تلې)، شهزاد محمدي لومړی افغان لوبغاړی دی، چې د اسيا ګپ په سياليو کې سل منډې تر لاسه کړې.

نوموړي دغه منډې د هند خلاف لوبه کې کړي دي، چې ډيری شپږيزې او څلورېزې يې وهلي دي.

له دې وړاندې هم شهزاد محمدي په ۲۰ اوريزو لوبو کې سل منډې جوړې کړې وي.

د يادونې ده چې شهزاد محمدي د بنګله دېش خلاف لوبه کې هم پنځوس منډې کړې وې، خو بيا هم افغانستان لوبه له لاسه ورکړه.