د مسافر سړي مېرمن (لنډه کیسه)

شپه یې ټوله په ویښه سبا کړه، سهار د چای خوړو نه وروسته یې په زړه کې وګرځېدل، چي کله لس بجې شوې، نو په یو ګوښه ځای کې به د پلوشې پلار ته زنګ وهم، هر څه به ورته وایم؛ چي راشه یا مي نور له دې کور نه وشړه او یا راته د ژوند کولو موقع راکړه، هغه داسي چي نور دي له وروڼو نه بېل شه، زه په دې کور کي د مزدورې په شان ژوند کوم، لمړی دي مور، پلار د پردي په شان راته په سپکه ...
 

هغه خو خیر زما هم مور او پلار کېږي، خو دا دوه وروڼه دي هیڅ د انسان په سترګه نه راته ګوري، خپلي مېرمنې په کوټه کي ناستي وي، کوچنۍ لورګاني راولېږي چي د پلوشې مور ته ووایه، ورشه غوجلي ته اوبه راوړه، ریشکه وټکوه، ها وکړه، او دا ...
 

ته به وایې چي زه یې خادمه ساتلې یم، ابله ورځ مي د مور کور ته تللې وم، ته خو خبر یې چي دا شپږ میاشتي وشوې چي د مور کور ته مي قدم لا نه وو وهلی، زړه مي غوښتل چي دری یا څلور شپې په کراره سبا کړم، ما چي پلوشې ته جامې اغوستلې، رڼا په کړکۍ کې خوله را ونیوه؛ د کاکا ښځې انۍ وایي چي دوه شپې وکړه، زیاتي شپې مه کوه، نوروز له مسافري راغلی دی، میرمن یې تل خدمت ته ولاړه وي، چي ته هم لاړه شې، نو د کور خدمت خو لا خیر غوا، غوجله، اوبه، ریشکه او...
 

دا به څوک تر سره کوي؟
زړه خو مي ښه را وغږاوو، چي هېڅ لاړه نشم، خو پلوشې ته چي مي کتل، سترګې ډکي، ډکي کېدې، په ټنډه یې ګونځي راغلې، د مخ څېره یې غمجنه شوه، لیږ ساه مي ونیوه، اخېر مي رڼا بې ځوابه ولېږله.
 

موږ چي تر دروازه وتلو، پلار دي په مخه راغی، دا خو یې نه وویل چی، موټر کي به لاړه شې، دوه دری سپکي خبرې وکړې، په دروازه کې یې مخ راواړاوو، څه رقم پلرګنۍ دي ده، چي ور غواړي دي، بیا خو دي موټر درپسي راولي، بیا مي هم په زړه ډبره کېښوده، څه جواب مي ورنکړ، پلوشې ور غږ کړل، اغا موږ همداسي پلي ښه یوو.

دوهمه ورځ وه، چي مور مي راته وویل: لورې دا نن شپه لا وکړه، ډیري شپې وشوې چي سمه مي نه یې لیدلي، ما انکار وکړ، چي نه مورې زه ځم، بیا راته ستونزه جوړېږي، له ډیرو خبرو وروسته مي پلار راغی هغه ویل چي زه به دي سخر ته زنګ ووهم، چي دا نن شپه دي لا پاته وي.

خبرې ورسره وکړې، په نه زړه یې ورته وویل چي پاته دي شي. خدایه په هغه شپه څومره پښېمانه شوم، چي څه بد مي وکړو، چي پاتي شوم، سبا ورځ خو مي بیا ورتګ شته، خواښي خو به مي په خدای په ژوندیني وشکوي.

هغه وه، چي راغلم له ستړي مشي وروسته یې داوې راسره شروع کړې، ته په خدای باور کړه، که مي ستا خاطر نه وای کړی، زه به بېرته د پلار کورته په درګه تلم، بیا چي هر څه کېدل شوي دي وای.

دا خو تېر شول، ورور چي دي راغی، هغه بیا نوري غوري کولې، پلوشه مي په څنګ کي لکه یتیمه غلې ناسته وه، کله چي به یې بدي خبري واورېدې، غوږو کې به یي ګوتي کیښودي د اورېدو زغم یې نه لارۀ، کله چي خپلي کوټې ته ډک زړه ولاړم، پلوشه می غیږ کي ټینګه ونیوه، ښه په خوند مي مړې اوښکي توی کړې، تر ماښامه له ټولو نه ګوښه، ګوښه کېده، په ستړي زړه یې د زغم بار دروند شوی ؤ، په لوږه خوب وړې وه، چي بېګه راغلم، څنګ ته مي راوړه، ومي غوښتل، چي لیږ په تلیفون کي ځان مشغوله کړم، که ګورم، چي تلیفون نشته، کوټه مي لټ په لټ ورپسي واړوله، خو شیطان توو کړل، تلیفون پیدا نشو، فکر مي وکړ، ښایي وروڼو دي ور اخیستی وي، هغه وه، چي په سبا سهار دي ورېنداري رڼا ته ورکړی ؤ، لیږ پکي وګرځېدم، د وروڼو او خوېندو نمبرونه یې ټول پکي پاک کړي وو، یوازې د زما د پلار او ستا نمبر یې راته پرې یښي وو، د رڼا له مور نه مي واورېدل، چي پلار یې په ما شک کړی دی، چي هره شپه له بل چا سره خبري کوم، دپلوشې پلاره، پرون شپه خو مي له تا سره خبرې وکړې، دوئ ته دا ښه ښکاري چي د کړکۍ تر شاه غوږ ونیسي؟

نیمه شپه وه، چي پلوشه را پاڅېده، لوږي اخیستي وه، سترګې سرې وې، غامبورې سرۀ وو، داسي ښکارېده چي ژړلې دي، ځیګر پوري مي ونیوه، ستړي ساه یې واخیسته، بېرته یې سر کېښود، او ویده شوه، د پلوشې پلاره نور نو تاته هم نه ګورم، که لیږ د انسان حقوق راکولی شې، لیږ د خپلي مرمني په سترګه راته ګورې، که ماته نه، پلوشې ته خو وګوره، نور نو له دې ستړي مسافري سره ښه وکړه، راشه موږ ته یو ژوند را جوړ کړه، کنه زه نور ځم د پلار کور ته.

د پلوشې مور چي سوچ وړې وه، خواښې غږ ورباندې وکړ، ته بیا په کومه دونیا کی پر وهې،؟ دپلوشې مور څه نه وویل، په خپله لار تر خپل منزله په ترپېدلو قدمونو روانه شوه.
پای