افغان لوبډله: دوه لوبې يې پرله پسې وبايللې، خو نن د هند پر وړاندې ډګر ته ووځي

روهي (درې نۍ/۳ د تلې)، افغان کرېکټ ملي لوبدلې د اسيا جام د سياليو په لړۍ کې د پاکستان او بنګله دېش پر وړاندې خپلې دوه لوبې په پرله پسې ډول په کم توپير سره له لاسه ورکړې.

نن افغان کرېکټ ملي لوبډله د هندوستان لوبډلې پر وړاندې د سيالۍ ميدان ته ځي. د هند او افغانستان ترمنځ دغه لوبه په دبۍ کې کيږي او د کابل په وخت څلور بجې پيل کږي.

هندوستان د کرېکټ په نړۍ د غښتلو لوبډلو څخه ده، خو افغان کرېکټ بورډ بيا هم هيله لري، چې ټيم يې منظم دی او لوبه به وګټي.

د يادونې ده، چې د هندوستان د کرېکټ لوبډله د څلورو نومرو په لرلو سره د څلورو غوره ټيمونو د جدول په سر کې هېواد دی.