
روهي (دوه نۍ/۲ د تلې)، د افغان او بنګله دېش د کرېکټ ملي لوبډلو تېره ورځ د اسيا جام سياليو په لړۍ کې لوبه وکړه، چې افغانستان د بنګله دېش پر وړاندې دغه لوبه له لاسه ورکړه.
د بنګله دېش لړبډلې د پچې له کټلو وروسته د د منډو جوړولو پرېکړه چې افغانستان ته يې په پنځوسو اورونو کې ۲۴۹ منډې ټرګېټ ورکړ. افغان لوبغاړو ۲۴۶ منډې وکړې او د درېيو منډو په کښمت يې لوبه وبايلله.
د بنګله دېش لوبه که څه په سر کې ډېره ښّ نه وه روانه وه، خو د لوبې په منځنيو اورونو کې محمدالله رياض ۷۴، قيس ۷۲ او لېټن داس ۴۱ منډې وکړې او لوبه يې د خپلې بريا په لور کړه.
په افغان لوبغاړو کې حشمت الله شهيدي ۷۱، محمد شهزاد ۵۳، اصغر افغان ۳۹ او محمد نبي ۳۸ منډې وکړې.
د يادونې ده، چې دوه ورځې وړاندې افغانستان د پاکستان پر وړاندې هم لوبه له لاسه ورکړې وه.