حاجي عزیزالله فضلي او د کرکټ په برخه کې یې ترسره کړي خدمتونه

له هغه ورځې ،چې زه عزیزالله فضلي پیژنم، نوموړی تل دکرکټ په برخه کې نه ستړي کېدونکي خدمات ترسره کړي او ددې ترڅنګ محترم فضلي یو دروند ، وطندوست ، مینه ناک، غښتلی او باجرائته ځوان دی.

نوموړی په پیل کې د مرکزي بندي امیر زون عمومي مسؤول و ،چې په خپل وخت کې دزون مربوط ټولو ولایاتو ته سفرونه کړي او تل یې ددې ولایتونو ستونزو ته رسیده ګي کړې او له مرکزي ادارې یې ورته لازم سهولتونه برابر کړي.

نوموړي په خپل دې ماموریت کې څو ځله دهېواد په کچه دزون او ولایتونو سیالۍ دبند امیر زون په ګټه دخپلو غښتلیو لوبغاړو په مټ سرته رسولې.

فضلي اولنی کس و، چې دهېواد په کچه یې یو لوی تجار دې ته اماده کړ ، چې یو شخصي لوبغالی جوړ او دورزشکارانو په خدمت کې یې پرانیزي.

هغه لوبغالی په مرکز کابل کې شتون لري ،چې دزرملوال په نوم یادیږي او یاد تجار دملیونونو افغانیو په ځمکه دا لوبغالی جوړ او اوس مهال ترې لوبغاړي استفاده کوي ،چې له دې وړاندې زموږ دهېواد دمختلفو ولایتونو لوبغاړي پاکستان ته دلوبو له پاره تلل، ځکه ،چې دلته داسې معیاري لوبغالی موجود نه و، چې لوبغاړي دې پکې خپلې لوبې ترسره کړي.

همدا ډول فضلي دیاد لوبغالي ترڅنګ یوه معیاري اکیډمي هم جوړه کړه،چې اوس مهال پکې په لسګونو لوبغاړي خپل معیاري تمرینات دباتجربه روزونو کې تر نظارت لاندې ترسره کوي او له دې اکیډمۍ څخه دهېواد مختلفو لوبډلو ته په تول برابر لوبغاړي ورکړل شوي.

فضلي ددې ترڅنګ دکرکټ بورډ په داخل کې نورې لویې دندې هم ترسره کړې ،چې د ادرې دمرستیال، مشاور او همدا ډول فضلي اولنی کس و ،چې دهېواد په داخل کې درمضان کپ شپنۍ لوبې په زرموال لوبغالي کې څو ځله ترسره کړې.

نوموړي دخپل ماموریت په دوران کې دافغانستان مختلفو ولایتونو ته دوظیفې مربوط سفرونه ترسره کړ چې یاد سفرونه یې ټول بریالي او موثر ثابت شوي او په نتیجه کې یې ډیر ولایتونه له معیاري اکیډمیانو برخمنې شوې او اوس مهال لوبغاړي ترې استفاده کوي.

داچې اوس محترم فضلي ته دافغانستان دکرکټ بورډ مشرتوب ورله غاړې شوی ، زه نوموړی یو موثر او په کار پوه شخص بولم ،ځکه چې له تېرې یوې نیمې لسیزې دکرکټ بورډ له ټولو کارونو ، له ټولو لوبغاړو، له ټولو اداري کارکوونکو او په ولایتونو کې دکرکټ له روان بهیر سره نیږدې پاتې شوی.

نو دګران هېواد افغانستان له ټولو په کرکټ مینو لوبغاړو او مینه والو په خورا درنښت هېله کووم ،چې نوموړي ته په ورسپارل شوې دنده کې بریالیتوب او موفقیت دعاګانې وکړي، څو مو دکرکټ روان بهیر نور هم غني شي.

په ګران هېواد کې دتل پاتې سولې او دکرکټ دلاپرمختیا په هیله