(ای سي سي) راشد خان ارمان، اضغر افغان او پاکستانی لوبغاړی حسن علي جرېمه کړل

روهي (نۍ/۳۱ د وږي)، د کرېکټ نړيوالې شورا يا ای سي سي دوه افغان لوبغاړي راشد خان ارمان، اضغر افغان او يو پاکستانی بالر حسن علي جریمه کړې دي.

د جريمې لامل د تېرې ورځې په لوبه کې چې افغانستان د پاکستان پر وړاندې وبايلله يو شمېر ناخوښوونکې کړنې په ګوته شوې دي.

د بي بي سي د خبر له مخې د تېرې ورځې په لوبه کې راشد خان د پاکستان لوبغاړي اصف علي ته د ګوتې اشاره کړي او په غوسې ورته کتلي دي، چې دغه کړنه د ای سي سي پر وړاندې ناخوښوونکې کړنه ده.

بل افغان لوبغاړي اضغر افغان د پاکستان د لوبډلې بالر حسن علي په څنګ وهلی او ای سي سي دی هم جريمه کړی دی.

د پاکستاني بالر حسن علي د جريمې لامل د نوموړي دا کړنه ښوودل شوې ده، چې د توپ اچوونې پر مهال يې خپل توپ ونیو او د توپوهونکي حشمت الله شهیدي پر لور یې د ډارولو په انداز د توپ غورځولو هڅه کړې.

ای سي سي ويلي، چې د جريمې اندازه د یوې لوبې د حق الزحمې ۱۵ سلنه ټاکل شوې ده.