له پاکستان يې ماته وخوړه، خو افغان کرکټ لوبډله سبا د بنګلدېش پر وړاندې بله لوبه لري

روهي (نۍ/۳۱ د وږي)، ټاکل شوې ده چې افغان کرکټ ملي لوبډله به د اسيا جام د سياليو په ترڅ کې سبا (د تلې لومړۍ) له بنګله دېش سره لوبه ولري.

افغانستان تېره ورځ له پاکستان سره لوبه درلوده، چې پاکستان په درېيو وېکټو وکولی شول، افغانستان ته ماته ورکړي.

دوه ورځې وړاندې افغان کرکټ ملي لوبډلې له بنګله دېش سره لوبه درلوده، چې بنګله دېش يې مات او او لوبه يې خپله کړه.

د اسيا جام سيالۍ د عربي متحده اماراتو په پلازمېنه ابوظبۍ ګې پيل شوې دي، چې فاينل يې د همدې ميلادي مياشتې په ۲۸مه نېټه دی.