پاکستان له افغانستان څخه لوبه په درېیو وېکټو وګټله

روهي (نۍ/۳۱ د وږي)، د اسيا جام د سياليو په لړۍ کې پرون ورځخ د افغانستان او پاکستان او د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ لوبه تر سره شوه، چې پاکستان دغه لوبه د په درېیو وېکټو په توپير له افغانستان وګټله.

افغانستان لومړي منډې وکړې او پاکستان ته يې ۲۵۸ منډې هدف ورکړ. لوبه تېزه روانه وه خو پاکستان وکولی شول چې ورکړل شوی هدف پوره کړي.

په پاکستانيو لوبغاړو کې شعیب ملک له ۵۱ منډو سره او حسن علي له شپږو منډو سره ناسوځېدلي پاتې شول.

په افغان لوبغاړو کې راشد خان ارمان، ګلبدين نايب، او مجيب ښه وځلېدل. راشدخان درې، ګلبدین نایب یوه او مجیب ځدراڼ دوې وېکټې واخېستې.